صهیونیسټي رژيم په سیمې کې د امریکا او لویدیځ د سیاست دوام دی
د ایران د اسلامی جمهوریت د خارجه وزارت سرپرست ووئيل، صهیونیسټ رژيم یو خپلواکه موجودیّت ن ه لري ،بلکې په سیمې کې یوه داسې سرطاني دانه ده چې په سیمې کې د امریکا او لویدیځّ د سیاست د وام حسابیږي.
ایرناخبری اژانس راپور ورکړی، د ا یران دخارجه وزارت سرپرست علی باقری کني د شهید مجاهد اسماعیل هنیّه د درنښت په د ستورو کې ټينګار وکړ،په ۳۳ ورځني جنګ کې د لبنا ن د خلکو له مقاومت او ارادې سره په مبارزې کې صهیونیسټي رژیم له چورلټې ناکامۍ وروسته د مقاومت په ورځ، د اګست ددیارلسمې نیټې نومول،ښئ چې اسلامی مقاومت تراوسه پورې ژوندی دی.
باقری کني روښانه کړه ، د سیمې او دنیا ملتونه اته لسیزې کیږي چې په فلسطین کې د جنایت او شرارت له یوې ښکارندې سره دي چې د فلسطین ټاټوبی ئې نیولی دی او هغه خلک چې په دغه ټاټوبی کې شتون لري،له ترټولو سختو تیریو او جنایتونو سره ئې مخ کړي دي.
د ایران د خارجه وزارت سرپرست روښانه کړې ده ، په فلسطین کې مقاومت په درستې نړۍ کې د سرزورئ د جبهې په وړاندې دریدا او د هغو تیریو په وړاندې مقاومت دی چې لویدیځوالو پیاوړی کړی او ورڅخه پشتیباني کوي، پر دې اساس د فلسطین مقاومت په درستې نړۍ کې د مقاومت نمایندګي کوي.
د فلسطین د اسلامی مقاومتي غورځنګ د سیاسی دفتر د خداي بخښلي مشر شهید مجاهد اسماعیل هنیّه د درنښت دستورې پرون مازدیګر په تهران کې د خارجه وزارت په ودانۍ کې د ایران او د اسلامی هیوادونو د سفیرانو او لوړپوړو چارواکو په شتون سره ترسره شوې