د تهران په نندارتون کې د ژواک چاپيریال نړیوال چیلنجونه
(last modified Thu, 22 Aug 2024 09:02:16 GMT )
Aug 22, 2024 13:32 Asia/Kabul
  • د تهران په نندارتون کې د ژواک چاپيریال نړیوال چیلنجونه

د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبوکې په  تهران نندارتون کې د ژواک چاپیریال د نړیوالو چیلنجونو  په باب  له یوه ځانګړی مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو. هنرمندان  د خلاقو آثارو په پنځولو سره، د آب وهواد بدلون، ککړتیاؤ او د  ژواک د ډولوالي د کمیدا  اغیزې،په  ملموسی بڼه انځور وي او مخاطبان تفکر،غبرګون او اقدام کولو ته هڅوي.په تهران کې د ژواک چاپیریال  د نړیوالو چیلنجونو نندارتون په همدې موخې سره ترسره شوی دی،نو په دې اړه درسره غږیږو، هیله ده دغه مطلب مو د استفادې وړ مو وګرځي.

خوږو دوستانو  هنر د بیان د یوه ترټولو قدرتمن آوزار په توګه، د ژواک چاپیریال  دمسئلو په باب  د عمومي پوهونې او اطلاع رسونې کې یو مهم رول لوبوي. تجسمي هنرونه د هغه بصری قدرت او ژورو اغیزو  په واسطې سره چې پر مخاطبانو ئې شیندي، د ژواک چاپیریال  د بحرانونو مختلف اړخونه، په اغیزشیندونکي او ملموسیی رودې سره  انځورلی شي. هنرمندانو له رنګ ،فورم،بیلګه اخستنې څخه په استفادې سره د مخاطبانو احساسات راپاروي  او دوي دژواک چاپیریال د بیړني حالت په باب، تفکر او غبرګون ته دعوتوي.

تیره اونۍ د آب وهوا د بدلونونو سره اړونده په اړونده موضوعګانو  او همداراز د ژواک د ډولوالي  او طبیعت  د له مینځه تلو،  او د ککړتیاؤ او خځلو  سره اړونده  مضووعګانو باندې په تمرکز سره په تهران کې د ژواک چاپیریال  د نړیوالو چیلنجونو  یو هنری نندارتون ترسره شو.دغه نندارتون  د ملګروملتو  د پراختیا د پروګرام او په ایران کې د ملګروملتو د اطلاع رسونې د مرکز په وسیله د د آرټ  یا د هنر دګلرئ("H" Art Gallery) او د آرټ یونیټي(Art Unity)  په ملګرتیا سره ترسره شو او په دې کې د  اتلسو هنرمندانو ۳۶آثار نندارې ته وړاندې شول.

ددغه نندارتون په پرانیستونکو دستورو کې د ملګروملتو غږملونکي سټیفن پریزنر (Stefan Priesner) په خپلې وینا کې  ووئيل،  ددغه نندارتون د ترسره کیدا هدف؛ د مونږ  پر ښکلي  سیارې باندې د ژواک چاپیریال  د ډير دباؤ په باب  د عمومي پوهونې زیاتول دي .هغه په دوام کې ووئيل، که څه هم د ژواک چاپیریال  د چیلنجونو پراختیا اندیښمنونکي ده،خو ښه خبر دا دی چې د  درو واړو سیارو  له بحران سره  دمقابلې لپاره  لارې چارې شته دي . د تل پاتې راتلونکي په لور د بشریّت د هدایتولو لپاهر ،لازیاتو سرچینو او پیاوړي ژمنتیا ته اړتیا لرو.  

       ددغه نندارتون په  اعلامیې کې راغلي دي؛په هغې لارې ګامونه پورته کړئ چې هنر له بیړنئ اړتیا سره مخ کیږی،یو داسې ځاي چې د برش یا مجسمې هر حرکت(سټروک)د هغو فوري چاپیریالي بحرانونو په اړه خبرې کوي چې نړۍ ورسره مخ ده.دغه نندارتون تاسو د آب و هوا د بدلون،د طبیعت او دمونږ د ژواک ډولوالي د خرابونې او د ډ يرو ککړؤنکو اغیزو د حیاتي موضوعګانو په اوج کې بحث ته د واریدیدا بلنه درکوي. په ټوله نړۍ کې،انسان فطرت پخپل اختیار کې راوستی دی،البته فطرت او طبیعت پیاوړی دی او د موږ په فعال رول سره یو ځل بیا راپورته  کیدلی شي. مونږ یو جامع کړچار ته اړتیا لرو څو له طبیعت سره په ټکر کې له ژوند کولو څخه  له دې سره د پیوستون په لور ګام پورته کړو، په دې لړ کې  هر انسان یو رول په غاړه لري.

 په دغه نندارتون کې  حاضر هر یو هنرمند،د آب هوا بدلیدا  په یوې رودې سره  انځور کړه.د ندا په اثر کې نړیوالې تودوخې ته  له توجه رانیولې، د پګاه رجامند دنقاشۍ په تابلو کې له نوي شوو انرژیو څخه تر استفادې پورې .

 د مهرداد ابوطالبي د اثر ترڅنګ  دغه شان یوه لیکنه  وینو؛په داسې حال کې چې  د نړۍ د آبادۍ په درو کې یوه برخه، د خوړو له  ناامنئ سره لاس او ګریوان ده،هره ورځ د یوه میلیارډ  د کسانو د یوه وخت  په اندازه  خواړۀ ضائع کیږي.  پاتې شوي وچه ډوډئ او نوره ضائع شوي خواړۀ،د ګلخانه اي ګیسونو د کابو لس فیصدي  برخې خپریدا سبب دي.

            دغه نندارتون یوه بله برخه د طبیعت  د له مدنځه تلو او د حیاتي ډولوالي له لاسه ورکولو ته ځانګړې شوې وه. د ژویو او ژواک دډولوالي  له لاسه ورکول د حیواناتو، نباتاتو او ایکوسیستمونود کمیدا په معنا دی.ځینې ​​لاملونه یې له حده زیات کب نیونه، د ځنګلونو او د دښتو د له مینځه وړلو په څیر د هستوګنې د ځایونو د له مینځه وړلو په  معنا  دي .

ککړتیا او پاتې ډودئ او اضافي خواړۀ هم په دغه نندارتون کې د پام وړ بل مورد ؤ. داسې ککړتیا چې د هوا، خاورو او اوبو د ککړتیا  له لارې او دغه راز د تاواني کیمیکل موادو،له خطرې سره دمخامخیدا له لارې  اکو سسټمونه او  انسانی سلامتیا  له خطرې سره مخ کوي.

Image Caption

 

څه شک نشته چې دغه نندارتون او دې ته ورته نوره پيښې نه یوازې د اندیښنو او آئيډیاؤ د شیئر کولو لپاره  یوه فضا کیدلی شي ، بلکې د هنر او عمل او ساینس ترمینځ  دیو پَل رامینځةکولی او  د مځکې د هغې د سرچینو د ساتلو لپاره  په یوه الهام بخښونکي عامل بدلیدلی شي.

نړۍ له ډيرو خطرو سره  مخامخ ده، له جنګه رانیولې، تر طبیعي بلاګانو  پورې. په دې مینځو میان کې  داسې ځيني موردونه شته چې د ژواک چاپیریال  د چیلنج په عنوان سره  پیژندل کیږي  او زیاتره  د انسان   په لاس  سره  رامینځةشوي دي . په اوسنۍ نړۍ کې د ژواک چاپیریال  مشکلات د بشریّت لپاره په ترټولو لوي ګواښ بدل شوي دي او دانسان  د حیات  او دنورو  نورو موجوداتو ژوند  ئې له خطرو سره مخامخ کړی دی.

            په دې مینځو میان کې  د ژواک چاپيریال  پنځلس چیلنجونه  داسې دي چې د مونږ سیارې پر وضعیّت ئې ترټولو زیاتې اغیزې شیندي دي چې ځیني ئې له تاسو سره هم  شریکوو.

 په دغو چیلنجونو کې د فُسیلي  سونګو له  امله د نړیوالې تودوخې زیاتیدا،د مځکې د کُرې ګرمیدا او د آب و هوا بدلون، د هوا ککړتیا، دسمندر  تیزابیّت، د حیاتي او ژواک ډولوالي له لاسه ورکول او د اکو سسټم دړې وړې کیدا،دځنګلونو له مینځه  وړل،د خوړو ضائع کیدا،پلاسټیکي ککړتیاوې د سمندر  د اوبو د سطحې زیاتیدا او د یخچالونو  ویلي کیدا،بې خرته یا له حده زیاته د کبانو نیولل، د وسپنو کبلټونو ویستل، د خاورې خرابول،  د قالیو  یا کپړو   ضائعات او  د مد چټکه وده، کرهڼیزې چارې  او دغه راز   پنځلسم هم د خوراکي موادو او  اوبو  امنیت پکې شاملیږي.

په داسې حال کې چې د نړۍ آبادي  د پیړئ ترمینځیو پورې  نهه میلیارډ نفوسو ته رسیږي، د ملګروملتو د خوړو او کرهڼې د چارو ادارې (فائو) اټکل کوي چې د نړۍ پر نورو غوښتو سربیره  دخوړو  غوښته ممکنه ده تر ۲۰۵۰ کال بورې تر اویا فیصدو پورې زیاته شي.په درستې نړۍ کې څه دپاسه ۸۲۰میلیون کسان په کافی اندازه  خواړۀ نه لری. ممکنه ده د نړۍ په د رو کې دوه برخې آبادي  تر ۲۰۲۵ کال پورې د اوبو له ډير زیات کمښت سره  هم لاس او ګریوان شي.

          خوږو دوستانو  په تهران کې د ژواک چاپیریال  د نړیوالو چیلنجونو  په اړه د نندارتون ته د ځغلنده کتنې وخت هم همدومره ؤ نو که چرې فرصت شو نو په دې اړه به بیا درسره وغږیږو، نو تر هغه مهاله مو په نیاؤمن خداي سپارؤ،  خپل خیال ساتئ د خپلو کورنیو او ګاونډیانو خیال ساتئ البته  د ژواک چاپیریال خیال ساتل هم خپله اصلی  دنده وګڼئ ....بریالی اوسلامت ووسئ.

(ژباړن؛ سیماب)

************************ *********************

 

   

 

ټیګونه