له اروپا سره د ایران د اړیکو پراختیا،د اروپائي هیوادونو د ناسمو سیاستونو ختمیدا ته اړتیا لري
د اروپائي اتحادئې د بهرني سیاست او امنیتی چارو دکمیشن مشر جوزف بورل د ایران له خارجه وزیر عباس عراقچي سره په ټیلیفوني تماس کې دایران د خارجه وزیر په توګه د هغه د ټاکلو به باب مبارکي ووئيله او موجوده سیمه ایزو اونړیوالو مشکلاتو ته په اشارې سره ئې هیله وښودله چې په نوي حکومت کې د ایران او اروپائی اتحادئې ترمینځ خبرې اترې او سیاسی مشورې دوام او پراختیا ومومي.
د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر په بهرني سیاست او امنیتی چارو کې د اروپائي اتحادئې د بهرني سیاست د کمیشن د مشر جوزف بورل د ټيلیفوني تماس په ځواب کې ووئيل، اسلامی ایران په متقابل احترام مشتملې فضا کې له اروپائي اتحادئې سره د مناسباتو د پراختیا هرکلی کوي او ددې لازمه د اروپائي هیوادونو د ناسمو سیاستونو ختمولو او دمشکلاتو د حل لپاره خبرې اترې دي.
ایرناخبری اژانس راپور ورکړی، د اروپائي اتحادئې د بهرني سیاست او امنیتی چارو دکمیشن مشر جوزف بورل د ایران له خارجه وزیر عباس عراقچي سره په ټیلیفوني تماس کې دایران د خارجه وزیر په توګه د هغه د ټاکلو به باب مبارکي ووئيله او موجوده سیمه ایزو اونړیوالو مشکلاتو ته په اشارې سره ئې هیله وښودله چې په نوي حکومت کې د ایران او اروپائی اتحادئې ترمینځ خبرې اترې او سیاسی مشورې دوام او پراختیا ومومي.
سید عباس عراقچي هم د بورل د تماس او مبارکۍ په مننې سره ، د اروپائي اتحادئې او د ایران دا سلامی جمهوریت ترمینځ ډول ډول زمینو او ډیر تعامل ته په اشارې سره ووئیل ، اسلامی ایران له اروپائي اتحادئې سره دمتقابل احترام په اساس په یوې فضا کې د اړیکو او مناسباتو د پراختیا هرکلی کوي او لازمه ئې د اروپائي هیوادونو د ناسمو سیاستونو ختمول او د خپل مینځیو مشکلاتو د حل لپاره خبرې اترې دي.
دواړو لورو په دغو ټیلیفوني خبرو کې همداراز د بندیزون ود ختمونکو خبرواترو او د په غزې تړانګې کې د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو او له جنګ سره داړونده ترټولو وروستیو بدلونونو پشمول د خوښې وړ ځینو موضوعانو باندې بحث او د نظر تبادله وکړه.