چین د صهیونیسټ ښارګي میشته خلکو تاوتریخوالی وغاند
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ملګروملتونو په امنیت شورا کښې د چین استازي «فوکنګ» د اردن سیند د لویدیځې غاړې د فلسطینیانو پرضد د اسرائیلي ښارګي میشته خلکو تاوتریخوالی وغاند.
صهیونیسټ ښارګي میشته خلک په قصدي ډول د اردن سیند د لویدیځې غاړې فلسطینیان په کاڼو وهلي او ورباندې لاسي بمونه اچوي او د هغوې کورونو، ګاډو او کروندو ته اورونه اچوي.
د امنیتي ادارو د شمیرنې پراساس د روان میلادي کال له لومړیو څخه صهیونیسټ ښارګي میشته خلکو د اردن سیند په لویدیځې غاړې کښې درې سوه څلویشت ترهګر جنایتونه کړي دي.
په ملګروملتونو کښې د چین استازي «فوکنګ» د امنیت شورا په غونډه کښې د فلسطینیانو پرضد د صهیونیسټ ښارګي میشته کسانو په تاوتریخوالو باندې د نیوکې په ترڅ کښې په اسرائیلو غږ وکړ چې د فلسطین غزې تړانګې ته د بشر دوستانه مرستو د ورتلو اجازه ورکړي.
د چین استازي په اسرائیلو غږ وکړ چې د ټولو سرحدي لارو په پرانیستلو او د حالاتو د نور خرابیدا د مخنیوي لپاره د پوځي اقداماتو په ختمولو سره په خپلو نړیوالو ژمنو باندې عمل وکړي.
هغه خبرداری ورکړ ممکنه ده چې د غزې تړانګې غمیزه د اردن سیند په لویدیځه غاړه کښې تکرار شي.