د غزې د جنګ په دلیل په اروپا کې د مسلمانانو په ضد د نفرت خورولو بهیر زیات شوی
(last modified Tue, 27 Aug 2024 01:51:14 GMT )
Aug 27, 2024 06:21 Asia/Kabul
  • د غزې د جنګ په دلیل په اروپا کې د مسلمانانو په ضد د نفرت خورولو بهیر زیات شوی

په اروپا کې د خپرۀ شوي یوه راپور په اساس  دغزې تړانګې په ضد د جنګ په دلیل  د مسلمانانو په ضد  نفرت خورونې او  توکمپالنې  موردونه په اوڅاره توګه زیات شوي دي.

زمونږخبریال د ایکنانیوز له قوله راپور ارکړ،په اروپا کې په یوه  وروستي راپور کې د تیر کال په اکتوبر کې په غزې تړانګې کې د صهیونیسټي رژيم د جنګ د پیلیدا له وخت راهسې  په اروپائي هیوادونو کې د مسلمانانو په ضد د نفرت د موردونو دزیاتیداپه باب خبرداری ورکړل شوی دی.

د اروپائي شورا سره اړونده د اروپا له توکمپالنې او تعصب  سره د مبارزې کمیټې، په راپور کې  راغلي دي؛په غزې تړانګې کې په جنګ پسې  دمسلمانانو په ضد  د بې هدفه تعصب او توکمپالنې د زیاتیدا په باب ډیر شواهد ترلاسه شوي دي.په دغه راپور  کې دغه راز راغلي دي د اروپا مسلمانان  دهغو جګړو په  خاطر چې په مینځني ختیځ کې  رامینځةشوي  او  په اروپائي تولنو کې ئې د موجودو  ریښو په اساس ددغو نښتو  په باب ګرَم ګڼل کیږي.

دغه راپور ددین  یا عقیدې باندې مشتملو تاؤتریخوالو سره دمقابلې  له نړیوالې ورځې سره په یووخت چې  هر کال د اګست په ۲۲ نیټه  لمانځل کیږي،  خپور شوی دی.

په اروپا کې ځيني عمومی افکار د تیر کال د اکتوبر په ۷ نیټه  په صهیونیسټ رژیم  دحماس په حملې کې  د اروپائي مسلمانانو پر ګرَم بللو سربیره ، له کوم مدرک او سند پرته  مسلمانان په ځينو جرمنو کې په لاس درلودلو هم  تورنوي. یو مثال ئې دتیرې جولائي  میاشتې په ۲۹نیټه  د انګلستان په شمال لویدیځ کې په ساؤتپورټ کې د چاقووهنې په یوې پيښې کې  د درو  انجونو په وژل کیدا پسې  دټولنیزو  چینلونو له لارې  په ناسمو او دروغجنو  پروپیګنډو کې  مسلمان مهاجر  ددې پيښې عاملان  وبلل شول. چې هیڅ مدرک اوثبوت نه لري.په داسې حال کې چې د پولیسو دراپور په اساس ددغې پيښې عامل یو مسیحي ځوان دی.

 

ټیګونه