د امریکا او د اروپا د پورونو د زیاتیدا په هکله خبرداری ورکړل شو
رویټرز خبري اژانس راپور راکړی د سویزرلینډ د مالیې وزیر ،«کارین کلر-ساتر» د امریکا او د اروپايي هیوادونو د پورونو د منفي پایلو په هکله خبرداری ورکړ.
هغه په امریکا او اروپا کښې د پورونو د زیاتیدا په هکله د اندیښنې په څرګندولو سره ډاګینه کړه د پورونو زیاتیدل کولای شي نړیوال مالي ثبات ته ګواښ وکړي.
د سویزرلینډ د مالیې وزیر ،«کارین کلر-ساتر» زیاته کړه د سویزرلینډ مالي انضباط له دغه هیواد سره مرسته وکړه چې د کورونا د ساري ناروغۍ او د روسیې او د اوکراین د جنګ په شان له اقتصادي چلینجونو سره مقابله وکړي په داسې حال کښې چې د امریکا او د فرانسې په شان هیوادونه د سترو پورونو له بار سره مخامخ دي چې د اغیز شیندونکو اقداماتو په ترسره کولو کښې د دوې د وسونو د کمیدا سبب ګرځي.
د امریکا د فیډرال حکومت پورونه څه د پاسه پینځه دیرش اعشاریه دوه ټریلیونه ډالرو ته ورزیات شوي دي کوم چې په پینځو کلونو کښې د شپږ څلویښت فیصده زیاتیدا ښودنه کوي.
د فرانسې په شان اروپايي هیوادونو کښې هم د پورونو حالت خراب شوی تر دې حده چې ملي پورونه له یوسل دولس اعشاریه درې فیصده داخلي ناخالص تولید څخه وراوښتي دي.