د اسلامي انقلاب ستر لارښود تولید د ایران د اقتصادي مشکلاتو کلید وبلله
(last modified Tue, 27 Aug 2024 11:00:27 GMT )
Aug 27, 2024 15:30 Asia/Kabul
  • د اسلامي انقلاب ستر لارښود تولید د ایران د اقتصادي مشکلاتو کلید وبلله

زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي له نوي ولسمشر او څوارلسم حکومت سره په لومړۍ کتنه کښې د انفلاسیون او د ګرانۍ په شمول د سمدستي لومړیتوبونو د رعایتولو ، په مجازي فضا یعني اینټرنیټ کښې د قانونمندې د واکمنولو د ضرورت او د اقتصادي مشکلاتو د حل د کلید په توګه تولید ته د پام د کولو په شان مهم ټکي بیان کړل.

هغه حضرت د خلکو د اربعین د پرتمینه حرکت په قدرونې او ستاینې او د حکومت د اونۍ په مناسبت مبارکۍ ویلو سره خلکو ته د خدمت کولو فرصت او د ایران د پرمختګ لپاره هڅه ستر الهي نعمت وباله او زیاته یې کړه: د خدای دغه نعمت او د خلکو قدر وپیژندئ او پوه شئ د  څلور کاله خدمت کولو فرصت د باد او د بریښنا په شان تیریږي البته په همدغه موده کښې هم ستر کارونه ترسره کولای شئ.

د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله خامنه ای د ایران ملت د نابغه د جوړولو د ظرفیت لرونکی وباله او د خواجه نصیر الدین طوسي ، د ابن سینا ، د ملاصدرا او د زکریا رازي په شان مشهورو شخصیتونو ته په اشارې سره یې وویل: دا ټول د ایران د ملت د فکري الوت د ستر ظرفیت نښه ده او اوس هم کولای شو د هیواد له استعداد لرونکو ځوانانو څخه نابغه کسان جوړ کړو.

هغه حضرت سیاسي ظرفیتونه ، سټراټيژیک عمق او ژورتیا او سیمه ئیز قدرت د ایران ظرفیتونه وبلل او زیاته یې کړه: د تیرو پینځو څلویښتو کلونو مثبتې او منفي تجربې هم د ارزښتناکو  ټکو برخه دي چې باید ورته توجه وشي.

حضرت ایت الله خامنه اي مخ ته  زیاتو پراتو کارونو او محدود فرصت او ګټو ته په پام سره د لومړیتوبونو رعایتولو ته پام وکړ او زیاته یې کړه: ځینې لومړیتوبونه د انفلاسیون او د ګرانۍ د مسلې په شان سمدستي مسائیلو ته اړونده دي چې باید په مناسب ډول یې حل کړو خو ځینې لومړیتوبونه د هغو بیخ بنايي مسائیلو څارونکي دي چې که چیرې نن ورځ ترې غفلت وشي لس کاله وروسته مجبوره یوو چې هغه پیل کړو.

هغه حضرت اټومي انرژۍ د ایران د راتلونکي لپاره ضروري او زیربنايي لومړیتوبونه وبلل او د اټومي انرژۍ په هکله د ځینو کسانو  له شک څخه د ډکو څرګندونو په چټي بللو سره یې وویل ایران نشي کولای ځان د دنیا له یوې علمي ، فني او پرمختللي مسلې محروم کړي او له دغه لارې په شاته پاتې کیدا سره وروسته کلونه د دغه کار  په پیلولو پسې وي.

د اسلامي انقلاب ستر لارښود د ایران مهمو ارتباطي ظرفیتونو ته په پام سره د شمال جنوب  او د ختیخ لویدیځ د لارو د بشپړیدا په زمینه کښې د حکومت پلانونه داسې لومړیتوبونه وبلل چې ترې نشو تیریدلای او زیاته یې کړه د خوراکي شیانو د امنیت مسله ، په غنمو کښې ځان بسنه ، په کرهڼې کښې د اوبه خور نوي رودې ، د تیلو د برخو پراختیا او د تیلو او د ګازو د رایستلو د نویو رودو د کارولو لپاره له امکاناتو هر ډول ممکنه استفاده او په نورو برخو کښې د بې شمیره او د ډول ډول محصولاتو تولیدول د ایران مخ ته نور مهم لومړیتوبونه دي.

هغه حضرت د ایران د اقتصادي مشکلاتو حل په تولید ، په پیاوړتیا او زیاتیدا کښې وباله او ویې ویل د تولید د مسلې په پیاوړي کولو او جدي ګڼلو سره د انفلاسیون ، د کارروزګار او د ملي کرنسۍ د ارزښت مشکلات حل کیږي.

د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله خامنه اي د کابینې په هکله له ده سره د نوي ولسمشر د مشورې د څرنګوالي په هکله وویل ما  یوشمیر کسان چې پیژندل مو یا له باوري سرچینو څخه د هغوې د صلاحیت په هکله مو  اطمینان درلود تائید کړل او د ځینو کسانو په نومونو مو ټینګار وکړ خو د ډیرو  کسانو په هکله مو چې نه مو پيژندل وویل زه هیڅ نظر نلرم خو نوی ولسمشر وتوانید پارلمان قانع کړي او د ټولو وزیرانو لپاره د باور  رایې ترلاسه کړي.

هغه حضرت زیاته کړه نن سبا ټول محترم وزیران چې ولسمشر او پارلمان ورباندې اعتماد لري د هیواد لوړرتبه چارواکي دي او د ټولو خلکو دنده د دغو وزیرانو د بریالیتوب لپاره مرسته او ملاتړ کول دي.

 

ټیګونه