د ایران ځوانان د هیواد د ځايي دفاعي صنعت اصلي معماران دي
(last modified Thu, 29 Aug 2024 10:13:24 GMT )
Aug 29, 2024 14:43 Asia/Kabul
  • د ایران ځوانان د هیواد د ځايي دفاعي صنعت اصلي معماران دي

پارس ټوډې- د ایران د وسله والو ځواکونو د ملاتړي او د دفاع وزیر ځاې ناستي سردار سرتیپ پاسدار سید حجت الله قریشي وویل: د ایران د اسلامي جمهوریت دفاعي صنعت په کورني قدرت باندې تکیې کولو او د پوځي تجهیزاتو د جوړولو او طراحۍ او ډیزاین له لارې په په نوښت باندې تکیې سره په یوه کاملا ځايي صنعت بدل شوی دی.

سردار قریشي د ایران د دفاعي صنعت د ورځې د درنښت په مراسمو کښې وویل نن سبا په دفاعي صنعت کښې پرمختګ او په ځان باندې تکیه کول له  ترټولو سختو محدودیتونو ، غیر قانوني او غیر عادلانه بایکاټونو لګولو سره سره د اسلامي انقلاب په یوې تر ټولو مهمې بریا بدل شوي دي.

پارس ټوډې خبري اژانس راپور ورکړ د ایران د دفاع وزیر ځای ناستي دې ته په اشارې سره چې د اسلامي  انقلاب له بریالیتوب څخه مخکې د ایران وسله ځواکونه هم له سټراټيژیک پلوه او هم د تجهیزاتو له پلوه په کامل ډول په لویدیځو هیوادونو باندې اړونده وو زیاته یې کړه د څلویښت کلونو له تیریدا وروسته د ایران د ځوانانو په  ملي استعدادونو او ظرفیتونو باندې په اعتماد ، ارادې او هڅې سره د پوځي تجهیزاتو طراحي کول او جوړول کاملا په یوه ځايي صنعت بدل شوي دي.

هغه په دې خبرې سره چې دا ډول وس ته رسیدل به د ایران اسلامي جمهوریت په سیمه کښې په یوه فعال او ټاکونکي لوبغاړي بدل کړي یادونه وکړه: د توغندیو، هوايي ، دافع هوا ، سمندري ، فضايي ، الیکټرونیک او سایبري جنګ او شناختي جنګ او نورو برخو کښې  د ایران د اسلامي جمهوریت د دفاع وزارت پرمختګونه نن سبا نه یوازې د ایران د وسله والو ځواکونو د ضرورت وړ وسلو او د تجهیزاتو په تامینولو کښې په ځان باندې د بسیا کیدا سبب شوي دي بلکې د ایران اسلامي جمهوریت یې د دفاعي ټیکنالوژۍ او د محصولاتو په یوه صادرونکي هیواد بدل کړی دی.

د ایران د دفاع وزیر ځای ناستي دغه راز نړیوالو او سیمه ئیزو بدلونونو ته په اشارې سره وویل : دنیا د ترټولو پیچلیو پوځي شرایطو د تیرولو او د ناڅاپه او د پراخو ګواښونو په درشل کښې ده.

د سردار قریشي له نظره په نړیوال امنیتي نظام  کښې د بدلون په نښو نښانو کښې د امریکا د قدرت ځوړتیا ، د نویو راڅرګندو شویو خپلواکه سیاسي او اقتصادي قدرتونو ته د لویدیځ له سلطې څخه د اقتصادي سیاسي قدرت د پاراډیم انتقال، د نړیوالو قدرتونو جیو سټراټيژیکې سیالۍ، او د نورو په استازي توب د جنګونو پراخول او ترهګرۍ د ځینو هیوادونو د بهرني سیاست د اوزار په توګه دي.

د ایران د دفاع وزیر ځای ناستي سردار سرتیپ پاسدار سید حجت الله قریشي په همدې زمینه کښې جوته کړه امریکا او استکباري قدرتونه د مصنوعي کړکیچ په رامینځته کولو او د نورو په استازي توب د جنګونو په رامینځته کولو سره هڅه کوي د نورو هیوادونو په  لګښت سره  خپلو هدفونو ته ورسیږي هماغه ډول چې نن یې په سوریې ، عراق ، افغانستان ، او د اروپا ختیځ او اسیا کښې کتونکي یوو.

سردار قریشي زیاته کړه په پریکنده توګه د امریکا د لاسوهنو او د تیریو نتیجه به د مقاومت د ایډیالوژۍ د پراخیدا، او د مقامت د میدانو د پراختیا او د نړۍ د لویو وچو ترمینځ د متقابل اتحاد رامینځته د رامینځته کیدا او د قدرت د نویو  قطبونو جوړیدا  او د جغرافیې او د نژاد له دین څخه ورهاخوا د ډیرې خپلواکۍ لپاره په نړۍ کښې د سلطې ضد د بلاکونو د جوړیدا سبب به شي.

هغه په پاې کښې د دوستو هیوادونو ترمینځ د ملګرتیا په اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل هغه څه چې په دې مینځ ومان کښې اهمیت لري د اوسني ناعادلانه نظام په مقابل کښې پیوستون او د یوه متحد غږ د رامینځته کولو لپاره د خپلواکه هیوادونو ګډه هڅه او تلاش  او د څو غږونو په لور د حرکت ګړندي کول او د څو اړخیز پالنې پراساس د عادلانه نظام ټینګول او تکثر دی.

 

ټیګونه