په لوېدیځه غاړه کې وضعیت وحشتناک او د زغم وړ نه دی
(last modified Sun, 01 Sep 2024 01:54:24 GMT )
Sep 01, 2024 06:24 Asia/Kabul
  • په لوېدیځه غاړه کې وضعیت وحشتناک او د زغم وړ نه دی

د ایسنا د خبر له مخې، د اروپایی ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشر«جوزف بوریل» د صهیونیسټي رژیم د داخلي امنیت د وزیر وروستۍ پاروونکې څرګندونې چې د جوماتونو د ورانولو او په الاقصی جومات کې دننه د یهودانو عبادت ځایونو جوړول غواړي، وغندل او زیاته یې کړه چې دا ډول کړنې د زغم وړ نه دي.

جوزپ بوریل په لوېدیځه غاړه کې د شخړو پراخو پایلو ته په اشارې سره زیاته کړه چې شخړې له غزې څخه تیرې شوې او لوېدیځې غاړې او قدس ښار ته رسېدلي دي. هغه سیمې چې لوی سیمه ایز او سمبولیک ارزښت لري.

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مسئول ویلي چې په لوېدیځه غاړه کې د تاوتریخوالي زیاتېدل، د جګړې د پایته رسولو نه لېوالتیا او په اسرائیلي ټولنه کې د شخړو او جنګ شتون ښيي.

بوریل ټینګار وکړ، په لوېدیځه غاړه کې وضعیت هره ورځ ناوړه کېږي  او داسې کسان شتون لري چې په توکمپالنې څرګندونو سره اور نور هم تازه کوي.

ټیګونه