د اسرائیلو لخوا په سیمه کې د کړکېچ د پراخېدو په اړه د ایران خبرداری
(last modified Tue, 03 Sep 2024 02:08:34 GMT )
Sep 03, 2024 06:38 Asia/Kabul
  • د اسرائیلو لخوا په سیمه کې د کړکېچ د پراخېدو په اړه د ایران خبرداری

د ایران د بهرنیو چارو وزیر په غزې تړانګه کې د اسرائیلي رژیم بې حده جنایتونو ته په اشارې سره اعلان وکړ چې دغه رژیم هڅه کوي په سیمه کې د کړکېچ کچه یوه خطرناک بحران ته ورسوي.

د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې، سید عباس عراقچي په غزه کې د اسرائیلي رژیم بې حده جنایتونو ته په اشارې سره، په ایکس ټولنیزه شبکه کې په خپله شخصي پاڼه کې لیکلي: اسرائیلي رژیم په لوېدیځه غاړه کې د کړکېچ په دوام سره، هڅه کوي په سیمه کې د کړکېچ کچه یوه خطرناک بحران ته ورسوي.

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر دغو جنایتونو ته د صهیونیسټي رژیم د لوېدیځ ملاتړو له لخوا د ځواب ورکولو ضرورت ته په اشارې سره زیاته کړه: که د تل ابیب لوېدیځ ملاتړي که د دې رژیم د تاوتریخوالي او جنایتکارانه اقداماتو د دوام مخنیوی ونه کړي، دوی د دې کړنو په پایلو کې شریک دي او باید ځواب ویونکي وي.

ټیګونه