د غزې په جګړه کې د اسرائیلي پوځیانو د ټپیانو په شمېر کې زیاتوالی راغلی
(last modified Wed, 04 Sep 2024 12:03:34 GMT )
Sep 04, 2024 16:33 Asia/Kabul
  • د غزې په جګړه کې د اسرائیلي پوځیانو د ټپیانو په شمېر کې زیاتوالی راغلی

د اسرائیلو پوځ اعلان وکړ چې د جګړې له پیل راهیسې (د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر ۷مې راهیسې) تر ۱۰ زره ډېر پوځیان ټپیان شوي دي.

د ایران پرس خبري آژانس د خبر له مخې؛ د اسرائیلو پوځ د چهار شنبې په شپه څرګنده کړه چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷ نېټې راهیسې د دغه رژیم ۶۸۹ پوځیان په هلاکت رسېدلي او ۱۰ زره او ۴۰۰ نور ټپیان شوي دي.

په غزه کې جګړه په داسې حال کې ۱۱ مې میاشتې ته رسېدلې چې صهیونیسټي رسنیو د اسرائیلي پوځیانو د تلفاتو شمېرې په کلکه سانسور کړي دي. هغه اقدام چې په غزې تړانګې کې د صهیونیسټي پوځیانو د مرګ ژوبلې د زیاتېدا او په نیول شویو سیمو کې د نورو داخلي عکس العملونو د ویرې له امله شوی دی.

صهیونیسټي رسنیو له دې مخکې څرګنده کړې وه چې د صهیونیسټي رژیم د پوځ له خوا اعلان شوې د ټپیانو شمېرې، د دغه رژیم د روغتونونو له شمېرو سره ډېر توپیر لري.

د صهیونیسټي رژیم 12 شبکې له دې مخکې اعلان کړی وو چې ددغه رژیم پوځ د روغتون له چارواکو غوښتي چې له پوځ سره له همغږۍ پرته دې د تلفاتو هېڅ شمېره خپره نه کړي.

ټیګونه