د امریکا په جورجیا کې پر یوه ښوونځي د ډزو له امله ۱۳ کسانو ته اوښتې مرګ ژوبله
امریکايي رسنیو خبر ورکړی، چې د جورجیا ایالت په اپالاچي لېسه کې د ډزو له امله لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي او نهه نور ټپیان دي.
پولیسو، برید کوونکی چې یو څوارلس کلن ځوان دی، نیولی دی. دا ډزې په امریکا کې د نوي ښوونیز کال لومړۍ پېښه ده.
د ډزو په ځواب کې، ولسمشر جو بایډن یو ځل بیا پر جمهوري غوښتونکو غږ کړی چې له ډیموکراټانو سره د وسلو د خوندیتوب لپاره، د مناسبو قوانینو په تصویبولو کې همکاري وکړي.
امریکا په تېرو دوه لسیزو کې په سلګونه ښوونځیو او پوهنتونونو کې د ډزو شاهده ده، چې تر ټولو خونړۍ یې په دوه زره اووم کال کې د ویرجینیا په پوهنتون کې وشوه چې له امله یې له دېرشو څخه ډېر کسان پکې ووژل شول.
د وسله وال تاوتریخوالي آرشیف سازمان مخکې ویلي وو چې په دوه زره درویشتم کال کې په امریکا کې د ګرمو او سړو وسلو په وسیله، له دوه څلوېښت زره ډېر کسان وژل شوي دي.