ګاونډیانو ته ځمکني ګواښونه یا د سرحدونو بیا رسمول د ایران سره کرښه ده
(last modified Fri, 06 Sep 2024 01:28:04 GMT )
Sep 06, 2024 05:58 Asia/Kabul
  • ګاونډیانو ته ځمکني ګواښونه یا د سرحدونو بیا رسمول د ایران سره کرښه ده

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل، د ګاونډیانو د ځمکنۍ بشپړتیا پر وړاندې هر ډول ګواښ یا د سرحدونو بیا رسمول، د ایران د اسلامي جمهوریت سره کرښه ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د ایکس په ټولنیزه شبکه کې پر په ټینګار سره چې سیمه ایز ثبات د ایران د ملي امنیت له ستنو څخه دی لیکلي چې د ایران د پولو په شاوخوا کې هر ډول ځمکنی ګواښ یا جیو پولیټیکل بدلون به، د ایران د اسلامي جمهوریت سره کرښه وي.

د ایران د ډیپلوماتیکې برخې مشر څرګنده کړه، سیمه ایزه سوله، امنیت او ثبات یوازې لومړیتوب نه دی، بلکې زموږ د ملي امنیت له ستنو څخه دی او د ګاونډیانو د ځمکنۍ بشپړتیا پر وړاندې هر ډول ګواښ، یا د سرحدونو بیا رسمول، که په شمال کې وي، که په سویل کې یا په ختیځ او یا په لوېدیځ کې، دا په بشپړه توګه د منلو وړ نه ده او د ایران لپاره سره کرښه ګڼل کېږي.

 د آذربایجان جمهوریت رسنیو په دې وروستیو کې خبر ورکړی چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د آذربایجان له ولسمشر الهام علي اف سره په کتنه کې، له ایران سره د زنګزور په نوم د اختلافي کریډور د جوړېدو هرکلی کړی دی.

دا خبر په داسې حال کې خپرېږي چې ایران په ځلونو د دې کرېډور له جوړولو او له هرې بلې قضیې سره چې د سیمې په جیو پولیټیکل نقشې کې د بدلون لامل کېږي، خپل جدي مخالفت ښودلی دی.

په همدې حال کې د اسلامي انقلاب معظم رهبر د ارمنستان له لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره په کتنه کې د دغه کرېډور له جوړولو سره د ایران مخالفت په څرګنده توګه بیان کړ او پاشینیان هم اعلان وکړ چې ایروان به له خپلې خاورې څخه د دغه کرېډور د تېرېدو اجازه ورنکړي.

ټیګونه