یونیسف په غزه کې د ماشومانو د سختې خوارځواکۍ په اړه خبرداری ورکړی
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق (یونیسف) یوه چارواکي خبرداری ورکړی چې په غزه کې تر ۵۰ زره زیات ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي.
د روغتیا نړیوال سازمان اعلان وکړ چې پر غزې تړانګې د صهیونیسټي رژیم د پرلپسې حملو او دغې سیمې ته د خوراکي توکو پر داخلېدو د بندیزونو له امله، په زرګونه ماشومان په سختې خوارځواکۍ اخته شوي دي.
د فارس خبري آژانس د خبر له مخې، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق (یونیسف) د تغذیې د څانګې مشر«آنتوني لیک» د جمعې په شپه پر دې په ټینګار سره چې د غزې حالات له ناورین څخه تېر شوي دي وویل: په غزه کې جنګ او د بشردوستانه مرستو محدودول، په دغه تړانګه کې د خوراکي توکو او درملو د نظام د بشپړې سقوط سبب شوی دی.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفان دوجاریک هم په غزه کې د بشري ناورین په اړه خبرداری ورکړ او ویې ویل: د غزې تړانګې په سویل او مرکز کې له یو میلیون څخه زیاتو کسانو د اګست له میاشتې راهیسې خوراکي توکي نه دي ترلاسه کړي.
غزې ته د رسېدو یوازینۍ لارې په توګه د رفح بندر محاصره او اشغال، د غزې له دوه میلیون څخه زیاتو اوسېدونکو ته د خوراکي توکو او درملو او حتی د څښاک پاکو اوبو نشتوالی نور هم سخت کړی دی.
پر غزې تړانګې د صهیونیسټانو حملې په داسې حال کې دوام لري چې د ۲۰۲۳ میلادي کال د اکتوبر له ۷ نېټې راهیسې په دغه سیمه کې د شهیدانو شمېر ۴۰ زره او ۸۶۱ کسانو او د ټپیانو شمېر هم ۹۴ زره او ۳۹۸ تنو ته رسېدلی دی.