د دښمن لاسونه هغسې چې څرګندوي، ډک نه دي
(last modified Tue, 10 Sep 2024 01:29:12 GMT )
Sep 10, 2024 05:59 Asia/Kabul
  • د دښمن لاسونه هغسې چې څرګندوي، ډک نه دي

د اسلامي انقلاب معظم رهبر د کهګیلویه او بویر احمد ولایت د شهیدانو د ملي کنګرې له مسئولینو سره په کتنه کې، د ولسونو د ځپلو لپاره د دښمنانو رواني جنګ ته په اشارې سره وویل: د دښمن لاسونه هغسې چې څرګندوي، ډک نه دي.

د آیت الله العظمی خامنه يي د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر د راپور له مخې، د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آیت الله خامنه يي د کهګیلویه او بویر احمد ولایت د شهیدانو د ملي کنګرې له مسئولینو سره په کتنه کې چې د ۱۴۰۳ کال د زمري په ۲۴ مه نېټه ترسره شوې وه، د ۱۴۰۳ م کال د وږي په ۱۸مه د دغه ولایت په مرکز یاسوج کې د دې کنګرې په ځای کې خپره شوه، دوی وویل: د هر ملت د دښمنانو د رواني جګړې یو بنسټ، په تېره بیا زموږ په زمانه کې، دا دی چې دښمنان په دوامداره توګه مبالغه کوي او تل غواړي چې القا کړي چې له امریکا، له صهیونیسټانو، له انګرېزانو او د دوی په څېر له نورو څخه و وېرېږئ.

حضرت آیت الله خامنه يي زیاته کړه: د دښمن د دغه رواني جنګ حرکت کله چې پوځي ډګر ته دننه شي، نو پایله یې شاتګ دی.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر څرګنده کړه: په سیاسي ډګر کې هم د دښمن له خوا د ځان لوی ښودل، د دې لامل ګرځي چې انسان  احساس وکړي، چې خپله په انزوا کې دی او د هغه غوښتنو ته تسلیم شي.

حضرت آیت ا... خامنه يي وویل: په کلتوري ډګر کې هم دغه د دښمن له خوا د ځان لوی ښودنه، په بل ډول ښودل کېږي؛ غیر فعال احساس کول، د بل کلتور ته جذب کېدل، خپل کلتور ته سپکاوی، د بهرني کلتور په پیروي کې فخر کول.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر ټینګار وکړ: د امام خمیني (ره) له سترو هنرونو څخه یو هم دا وو چې، د ملت له زړونو څخه یې دغه وېره لیرې کړه، ولسونو ته یې د اعتماد او پر ځان د باور احساس ورکړ.

ټیګونه