اسرائیل د فلسطین غزې تړانګې ته د مرستو د رسیدا مخه نیسي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د صهیونیسټ رژيم د کورني امنیت وزیر« ایتمار بن ګویر» په یولړ څرګندونو کښې غزې تړانګې ته د بشر دوستانه مرستو د رسیدا د مخه د نیولو غوښتنه وکړه.
هغه د فلسطین د غزې تړانګې بد حالت ته له اشارې پرته وویل باید دغه سیمې ته د ټولو بشر دوستانه مرستو د ورتلو مخه ونیسو.
مخکې هم د ملګروملتونو استازیو او د بشري حقوقو په زمینه کښې د خپلواکه کارپيژاندو یوې ډلې په یوې بیانیې کښې چې د ملګروملتونو د خواړو د حق ځانګړي راپورټر «مایکل فخري» لاسلیک کړي ده د لوږې قصدي کمپاین چې د اسرائیلو رژيم په غزې تړانګه کښې د فلسطین د خلکو پرضد پیل کړی دی وغاند.
په دغه بیانیې کښې ویل شوي دي په غزې تړانګه کښې د ناوړه خواړو په دلیل د ماشومانو د مړینې زیاتیدل په دغه ټوله سیمه کښې د پراخې قحطۍ او نیستۍ ښودنه کوي.
د خواړو د پیوستون د امنیت د طبقه بندۍ کمیټۍ چې له ملګروملتونو سره ملګرتیا کوي له دې مخکې په یوه راپور کښې ویلي وو د جنګ په دوام او مرستو ته په محدود ډول لاسرسي سره د غزې تړانګه هماغه راز د سترې قحطۍ له خطر سره مخامخ ده.
مخکې د فلسطین سرې میاشتې ټولنې دې ته په اشارې سره چې د غزې تړانګه کابو شپږ نوي فیصده خلک د خواړو له سختې ناامنۍ سره مخامخ دي په دغه سیمه کښې د حالاتو د خرابیدا خبر ورکړی و.