پاکستان کښې د شانګهايي د ملګرتیا موسسې غونډه پیل شوه
(last modified Thu, 12 Sep 2024 09:06:27 GMT )
Sep 12, 2024 13:36 Asia/Kabul
  • پاکستان کښې د شانګهايي د ملګرتیا موسسې غونډه پیل شوه

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د پاکستان د حکومت په کوربه توب د شانګهايي د ملګرتیا موسسې د تجارت د وزیرانو درویشتمې غونډې د ایران د صنعت، تجارت او د معدن د وزیر په شمول د غړیو هیوادونو د پلاویو په ګډون سره په اسلام اباد کښې خپل کار پیل کړ.

د شانګهايي د ملګرتیا موسسې د غړیو هیوادونو د تجارت او د اقتصادي چارو د وزیرانو په افتتاحیه غونډې کښې د پاکستان د سوداګرۍ وزیر« جام کمال خان» د اسلام اباد په غونډې کښې د شانګهايي د ملګرتیا موسسې د غړیو هیوادونو د ګډون په قدرونې سره په نړیواله سویه له ګډو چیلنجونو سره د مقابلې لپاره د دغه موسسې د غړیو هیوادونو د ملګرتیا او د پیوستون پرضرورت ټینګار وکړ.

د پاکستان د سوداګرۍ وزیر ډاګینه کړه چې اسلام اباد د جنوبي اسیا، د مرکزي اسیا او د لویدیځې اسیا ترمینځ د تجارت په مرکز د بدلیدا لپاره د شانګهايي د ملګرتیا موسسې له غړیو سره هراړخیزه ملګرتیا ته تیار دی.

کمال خان دغه راز د ایران له اسلامي جمهوریت سره دوستانه او د ګاونډي توب اړیکو او د دواړو هیوادونو د دوه اړخیزه تجارت حجم ته په اشارې سره وویل  پاکستان له ایران سره د تجارت د پراخولو لپاره د ترجیحي تجارت تفاهم لیک لاسلیک کړی دی او ګډو ګټو ته د رسیدا لپاره ګډو  کوششونو ته مخ په وړاندې کتنه لري.

د شانګهايي ملګرتیا موسسه په نولس سوه شپږنویم میلادي کال کښې د چین، د روسیې ، د قزاقستان، د قیرغیزستان او د تاجیکستان لخوا د امریکا او د ناټو تړون د نفوذ په مقابل کښې د قدرت د انډول د ساتلو په هدف سره جوړه شوه.

ایران ، روسیه ، چین ، هندوستان ، قزاقستان ،  قیرغیزستان ، پاکستان ،  تاجیکستان او ازبکستان د شانګهايي د ملګرتیا موسسې اصلي غړي او افغانستان، ترکیه، اذربایجان جمهوریت، ارمنستان ، قطر او عربستان د دغه موسسې څارونکي غړي دي.

 

ټیګونه