اسرائیلو ته د یمن د ځواکونو کاري ګوزارونه :-
(last modified Fri, 13 Sep 2024 08:31:21 GMT )
Sep 13, 2024 13:01 Asia/Kabul
  • اسرائیلو ته د یمن د ځواکونو کاري ګوزارونه :-

په داسې حال کښې چې صهیونیسټ رژيم غوښتل د ځان لپاره په یمن کښې ځاې پیدا کړي خو همدا اوس نه یوازې په خپله بلکې باب المندب اوبلارې ته د هغه د ملاتړو لاسرسی هم غوڅ شوی دی.

الجزیرې ټیلي ويژن راپور ورکړی د یمن ځواکونو له تیرې نوامبر میاشتې راهسې په سره سمندر کښې په توغندوي او بې پایلوټه الوتکو حملو سره اسرائیلو ته اړونده څه د پاسه اتیا کشتیو ته تاوانونه اړولي دي.

د دغه راپور پراساس د یمن ځواکونو دوې(۲)  کشتۍ په سمندر کښې ډوبې کړي دي او یوه بله یې نيولي هم ده.

له تیرې نوامبر میاشتې راهسې تر نن ورځې پورې په سره سمندر او عدن خلیج کښې بریدونو د سمندري ټرانسپورټ ډیرې شرکتونه مجبوره کړي دي چې باب المندب نړیواله اوبلاره د خپلو کشتیو د تګ راتګ له لارې څنګ ته کړي او د ډیرو لګښتونو په ورکولو سره د افریقا له لوې وچې تیریدا سره اوږدې لارې کچ کړي.

د اقتصادي مسائیلو کارپیژاندي باوري دي چې  د یمن د ځواکونو لخوا د صهیونیسټ رژيم کلابندۍ صهیونیسټ رژیم ته څه د پاسه لس میلیونه ډالره تاوانونه رسولي دي او د کشتیو د حرکت د لارې بدول او د افریقا له لوې وچې د کشتیو تاویدل له اسرائیلو رژیم سره تجارت کول غیر ګټور کړي دي.

دغه موضوع سبب شوي ده چې صهیونیسټ رژیم د نورو لارو چارو د لټولو هڅه وکړي او همدغه موضوع د ټرانسپورټ لګښتونه زیات کړي دي.

په همدې لړ کښې د صهیونیسټ رژيم راپورونه وايي د اسرائیلو د سمندري ټرانسپورټ شرکتونو هم د یمن د ځواکونو د عملیاتو په وجه سخت ګوزارونه خوړلي دي او دغو  حملو د اسرائیلو بندرونو ته د دوې د کشتیو د رسیدا وخت درې برابره زیات کړی دی.

په سره سمندر کښې د یمن د ځواکونو عملیاتو د اسرائیلو د حیفا بندر د سټراټيژیکې پلانونې مدیریت ګډوډ کړی او کشتیانې دغه بندر ته د رسیدا لپاره ډیر زیات وخت ته ضرورت لري.

هغو کشتیو چې د اسرائیلو بندر ته د رسیدا لپاره یې اوو ورځو ته ضرورت درلود اوس باید یویشت ورځې په سمندر کښې مزل وکړي.

د صهیونیسټ رژیم د رسنیو په ادعا د هغو کشتیانو چې د نیواکي ټاټوبو په لور ځي د بیمو حالت ډیر ګډوډ شوی په دې ډول چې د دغو بیمو لګښت د کشتیو د بیو کابو پینځو شپیتو فیصدو ته رسیږي چې ډیر زیات لګښت دی.

په دې ډول د اسرائیلو د ایلات بندر د کشتیو تګ راتګ هم پینځه اتیا فیصده کم شوی دی.

دا په داسې حال کښې دي چې ایلات بندر له ختیځ سره د صهیونیسټ رژیم د ارتباط یوازنی بندر دی.

د یمن د پوځ ځواکونه ژمن شوي دي تر هغه وخته چې صهیونیسټ رژیم په غزې تړانګې باندې خپلې حملې بندې نکړي په سره سمندر کښې به د اسرائیلو رژیم په کشتیو یا هغو کشتیو باندې چې اسرائیلو ته ورځي حملې دوام ولري.

د یمن پوځ د غزې تړانګې د ملاتړ او د اکتوبر د میاشتې په یودیرشمه نیټه د خپلو حملو په پیلولو او له هغه وروسته د لسګونو عملیاتو په ترسره کولو سره په ټول سره سمندر کښې په صهیونیسټ رژیم باندې د تپل شوي کلابندۍ د ماتولو لپاره د امریکا او د انګلستان هڅې ناکامه کړي دي او دغه عملیات حتی د دغه هڅو له ناکامولو ورهاخوا تللي دي او صنعا د یمن په بیلابیلو سیمو باندې د حملو په ترسره کولو کښې  د امریکا د ائتلاف له حماقت وروسته خپل هدفونه پراخ کړي او اوس د امریکا او د انګلستان په کشتیو باندې هم حملې کوي.

کارپيژاندي په دې هکله باوري دي چې د یمن د پوځ بې ساري عملیات په دې سربیره چې د صهیونیسټ رژیم د سمندري کلابندۍ د ماتولو لپاره د امریکا او د انګلستان د هڅو خنډ شول بلکې د یمن هغه پوځي توان یې نندرې ته وړاندې کړ چې امریکا ترې نه وه خبره او په  حقیقت کښې د امریکا معادلات یې ګډوډ کړل.

امریکا په عربو سمندر او سره سمندر کښې د کشتیو د تګ راتګ د ملاتړ په ادعا سره د تش په نامه نړیوال سمندري ائتلاف جوړ کړ خو د رسنیو د راپورونو پراساس دغه سمندري ائتلاف د یمن د ځواکونو د توغندوي حملو په مقابل کښې عملا ماتي خوړلي ده.

البته په غزې تړانګه کښې د اسرائیلو رژیم د جنایتونو او تیریو تر ختمیدا پورې په صهیونیسټ رژيم باندې د سمندري کلابندۍ د تپلو او د امریکا ، انګلستان او د اسرائیلو په کشتیو باندې د حملو د کولو لپاره د یمن ټینګار ته پام سره د یمن مقاومت  ځواکونه  د نورو کشتیو لپاره چې له صهیونیسټ رژيم سره ارتباط نلري په سمندر کښې د امنیت په ساتلو ټینګار لري.

 

ټیګونه