د څه باندې درې زره محکومانو د مجازاتو د بخښنې یا کمولو او تبدیلولو سره د انقلاب د معظم رهبر موافقت
Sep 20, 2024 17:38 Asia/Kabul
د حضرت خاتم النبیین محمد مصطفی(ص) او حضرت امام صادق (ع) د میلاد د کلیزې په مناسبت، د اسلامي انقلاب معظم رهبر د څه باندې درې زره محکومانو د مجازاتو د بخښنې یا کمولو او تبدیلولو په تړاو د ایران د قضائیه قوې د مشر له غوښتنې سره موافقه وکړه.
د رهبرۍ د ستر مقام د دفتر د معلوماتو له مخې؛ حجت الاسلام والمسلمین محسني اژه يي د اسلامي انقلاب معظم رهبر ته په یو لیک کې، د اسلام د ګران پیغمبر (ص) او د حضرت امام صادق (ع) د میلاد د رارسېدو په مناسبت، د عمومي محکمو او انقلاب، د وسله والو ځواکونو قضایي بنسټونو او د حکومتي جزاګانو د سازمان لخوا د محکوم شويو"دوه زره آته سوه اووه آتیا" کسانو د مجازاتو د بخښنې یا کمولو او یا تبدیلولو غوښتنه کړې وه.