د اسلام د ګران پیغمبر او د امام جعفر صادق(ع) د نېکمرغه زوکړې مبارکي ومنئ
نن شنبه د ۱۴۴۶هجري قمري کال د ربیع الاول د میاشتې ۱۷مه نېټه چې د ۲۰۲۴ میلادي کال د سپټمبر له ۲۱مې سره برابره ده، د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد(ص) او د نړۍ د اهل تشیع د شپږم امام حضرت امام جعفر صادق(ع) له نېکمرغه برکت ناکې زوکړې سره سمون خوري.
د شیعه او سني په ګډون، د ایران د اسلامي جمهوریت د مختلفو سیمو خلک، په رنګا رنګ بیرغونو او څراغونو سره د خپلو جوماتونو، کورونو، دکانونو او لارو کوڅو په ښکلي کولو او د خوښۍ مراسمو په جوړولو او د شیرنیو په وېشلو سره، د رسول الله مبارک او د امام جعفر صادق (ع) د نېکمرغه زوکړې کلیزه نمانځي.
په ایران کې د پیغمبر اکرم(ص) او د امام جعفر صادق (ع) د میلاد په جشن کې د شیعه او سني مسلمانانو ګډون، د اسلامي امت د یوزړه توب او پيوستون ښکلې جلوې نندارې ته وړاندې کړي.
د نړۍ اهل سنت د ربیع الاول د میاشتې ۱۲مه او شیعه مسلمانان د ربیع الاول د میاشتې ۱۷مه نېټه د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد(ص) د زوکړې کلیزه ګڼي.
د ایران د اسلامي جمهوریت د بنسټګر حضرت امام خمیني(ره) په نوښت سره د ربیع الاول د میاشتې له ۱۲مې څخه تر ۱۷مې نېټې پورې، د وحدت اونۍ ونومول شوه.
د ایران د راډیو او د ټلويزیون اداره د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد(ص) او د نړۍ د اهل تشیع د شپږم امام حضرت امام جعفرصادق(ع) د نېمکرغه زوکړو په مناسبت د نړۍ ټولو مسلمانانو په تېره بیا تاسو ګرانو دوستانو ته د زړه له کومې مبارکي وايي.