اسرائیلو د لبنان په جنوب پراخې حملې کړي دي
ایسنا خبري اژانس راپور راکړی د صهیونیسټ رژیم پوځ یوځل بیا د لبنان په جنوب کښې په یو شمیر سیمو پراخې حملې وکړې.
د صهیونیسټ رژیم پوځ د لبنان په جنوب کښې د جبل الریحان ، او المحمودیه لوړو سیمو او په البقاع غربي سیمې بریدونه وکړل.
د العربیه ټیلي ويژن خبریال وویل چې صهیونیسټ رژیم د لبنان په جنوب باندې څه د پاسه پنځوس حملې کړي دي.
د صهیونیسټ رژیم پوځیانو دغه راز په کونین ښارګي او د الزراریه او د ابوالاسود په شاو خوا سیمو هم بریدونه وکړل.
د اسرائیلو دولسم ټیلي ويژن هم راپور ورکړ چې د اسرائیلو جنګي الوتکو د سرحدونو په دیرش کلومیټرۍ کښې د لیتاني سیند په سیمه کښې په یوشمیر اډو باندې بمبارې وکړې.
د لبنان په جنوب باندې د اسرائیلو د نسل وژونکي رژيم حملې په داسې شرایطو کښې دي چې د صهیونیسټ رژیم لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو پوځ ته حکم ورکړی دی چې د لبنان په جنوب باندې پراخې حملې وکړي.
په عین حال کښې د لبنان د حزب الله مبارزانو د صهیونیسټ رژيم د پوځ حملو ته په ځواب کښې د صیدا ښار د جنوب د عدلون ښارګي په سواحلو کښې د اسرائیلو یوه پرمختللي بې پایلوټه الوتکه هرمس نسکوره کړه.
د لبنان حزب الله له دې مخکې هم د صهیونیسټ رژیم څو هرمس نهه سوه ډوله الوتکې نسکورې کړي دي او د هرې بې پایلوټه الوتکې بیه لس میلیونه ډالره ده.
د لبنان اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله د فلسطین د ولس او د خلکو د ملاتړ لپاره له اسرائیلو سره په جنګ بوخت شوی دی او دواړه لوري په یو بل سختې حملې کوي.