د امریکا اکثره خلک اټومي تړون ته د واشنګټن د ستنیدا غوښتنه کوي
(last modified Mon, 23 Sep 2024 09:49:23 GMT )
Sep 23, 2024 14:19 Asia/Kabul
  • د امریکا اکثره خلک اټومي تړون ته د واشنګټن د ستنیدا غوښتنه کوي

زمونږ خبریال راپور راکړی په امریکا کښې ترسره شوي نظر پوښتنه وايي چې د هیواد اکثره خلک اټومي تړون ته د واشنګټن د بیرته ستنیدا غوښتونکي دي.

د شیکاګو کونسل موسسې لخوا په ترسره شوي نظر پوښتنې کښې له هرو لسو  کسانو څخه شپږ کسان یعني د ډیموکراټ ګوند د درې اویا فیصده غړیو په شمول نهه پنځوس فیصده کسان ، دغه راز یوشپیته فیصده خپلواکه کسان او د ریپبلیکن ګوند ګوند یوڅلویښت فیصده کسان غوره ګڼي چې امریکا له ایران سره اټومي تړون ته بیرته ورستنه شي د دې پرځاې چې له دغه موافقې ووځي.

د دغه نظر سنجې  پراساس د امریکا اوه څلویښت فیصده خلک د ایران اټومي پروګرام د امریکا لپاره ګواښ نه ګڼي.

په دغه نظر پوښتنې کښې ویل شوي دي چې د امریکا اکثرو خلکو د ایران د اټومي پراختیا د بندولو لپاره له پوځي ځواک څخه استفاده رد کړه.

اټومي تړون د څو کاله د کوټلیو خبرو اترو نتیجه وه چې بالاخره د دوه زه پینځلسم میلادي کال د جولاۍ د میاشتې په څوارلسمه نیټه د ایران د اسلامي جمهوریت او د پینځه جمع یوې ډلې چې روسیه ، چین، امریکا ، انګلستان، فرانسه ، جرمني پکښې شامل وو او دغه راز په امنیتي چارو او خارجي سیاست کښې د اروپايي اتحادیې د لوړرتبه  استازي په مشارکت سره په ویانا کښې  لاسلیک شو او یوه اوونۍ وروسته د دوه زره دوه سوه یودیرشم پریکړه لیک په تصویبیدا سره د ملګروملتونو د امنیت شورا لخوا تائید شو.

د امریکا حکومت د دغه موافقې د اجرايي کیدا له لومړۍ ورځې څخه خپلې کارړنګونې پیل کړې او د هغه وخت ولسمشر ډونالډ ټرامپ د دوه زره اتلسم میلادي کال د مي په اتمه نیټه په اټومي تړون کښې د لیکل شویو ژمنو په خلاف ورزۍ کولو سره امریکا له اټومي تړون څخه وویستله او د ایران پرضد یې غیرقانوني بایکاټونه له سره ولګول.

 

ټیګونه