د روسیې او ایران اړیکې د پراختیا په حال کې دي
https://parstoday.ir/ps/news/event-i152778
د روسیې د ولسمشرۍ ویاند پرون (دوشنبه) وویل چې د مسکو او تهران ترمنځ سوداګریزې اړیکې د پراختیا په حال کې دي.
(last modified 2024-10-01T02:01:20+00:00 )
Oct 01, 2024 06:28 Asia/Kabul
  • د روسیې او ایران اړیکې د پراختیا په حال کې دي

د روسیې د ولسمشرۍ ویاند پرون (دوشنبه) وویل چې د مسکو او تهران ترمنځ سوداګریزې اړیکې د پراختیا په حال کې دي.

تر دې مخکې رویټرز خبري آژانس په دې برخه کې یو ادعايي راپور خپور کړی او ویلي وو چې د ایران ځینې پوځي بنسټونه په  کور کې دننه یا په روسیه یا چین کې جوړ شوي ارتباطي وسایل کاروي.

د ایرنا د خبر له مخې؛ د رویټرز خبري آژانس د دې ادعا په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې، د روسیې د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند دیمیتري پیسکوف وویل: د ایران او روسیې ترمنځ سوداګریزې او اقتصادي اړیکې په ټولو برخو او همداراز د سوداګرۍ په برخه کې  د پراختیا په حال کې دي او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري مخ پر ودې ده."

د پیسکوف دغه څرګندونې په داسې حال کې شوي چې د روسیې لومړی وزیر میخایل میشوستین، د ایران د اسلامي جمهوریت له ولسمشر مسعود پزشکیان او د ولسمشر له لومړي مرستیال محمد رضا عارف سره د خبرو لپاره پرون تهران ته ورسېد.