په سیمه کې د جنګ د ختمولو یواځینۍ لاره، د امریکا د شر کمول دي
(last modified Wed, 02 Oct 2024 10:48:21 GMT )
Oct 02, 2024 15:18 Asia/Kabul
  • په سیمه کې د جنګ د ختمولو یواځینۍ لاره، د امریکا د شر کمول دي

د اسلامي انقلاب معظم رهبر په سیمه کې د جنګ د ختمولو یواځینۍ لاره د امریکا د شر کمول وبلل.

د رهبرۍ د مقام د دفتر د معلوماتو له مخې؛ د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت آیت ال... خامنه يي د چهارشنبې په ورځ له سلګونه علمي نخبګانو، د اولمپیاډونو له ګټونکو او د پوهنتونونو د داخلي امتحانونو له غوره کسانو سره په کتنه کې وویل: د سیمې د ستونزو اصلي عامل، د امریکا او ځینو اروپایي هېوادونو په شان خلک دي، چې په دروغو د سولې او آرامۍ خبره کوي او پر دې اساس، په سیمه کې د شخړو او جګړو د پای ته رسولو یوازینۍ لار، د دغو هېوادونو د شر کمول دي.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر پر ایران باندې د حملې لپاره د صدام هڅونه او د ترخو او سختو ورځو رامنځته کېدل، په سیمه کې د امریکا او لوېدیځ د تاوتریخوالو یوه بیلګه وبلله او زیاته یې کړه: د ایران او عراق د دواړو هېوادونو ترمنځ اوسنۍ مینه، چې  د اربعین په ستر لاریون کې د هغې اوج لېدل کېږي، هغه ښکاره بېلګه ده، چې ښيي د سیمې د ستونزو اصلي لامل، د سولې دروغجن دعوه کوونکي دي، چې باید په الهي توفیق او د ایران د ملت په لوړ همت او د اسلامي انقلاب د الهاماتو او د نورو ملتونو په ملګرتیا سره، د دوی شر له سیمې څخه کم شي.

حضرت آیت ال... خامنه يي په دوام کې، د نخبه توب او د نخبه جوړولو ډګرونه د ایران له مهمو شتمنیو څخه وبلل او زیاته یې کړه: د نخبه جوړلو لپاره ترټولو مهم ډګر هوشي شتون دی او ایران د هوشي شتون له پلوه د نړۍ له مخکښو هېوادونو څخه دی.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر، په نړۍ کې د علم چټکو بدلونونو ته په اشارې سره، نخبګان علمي پرمختګ ته راوبلل او ټینګار يې وکړ: ایران يوه نوي علمي پرمختګ او خوځښت ته اړتيا لري، چې دا د نخبګانو دنده ده.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر د نوي علمي حرکت رامنځته کول د نخبګانو جهاد وباله او پر دې باندې په ټینګار سره چې نوی علمي حرکت به پر حریفانو او بدخواهانو باندې د برتری سبب شي، وویل: د علمي او تخنیکي برترۍ یوه نتیجه به دا وي چې د غزې د خلکو او د بیروت په شاوخوا سیمو کې به د دښمن لاسونه لنډ شي، چې د خلکو او ځوانانو زړونه سوځوي.

ټیګونه