د آسیا د همکارۍ د خبرو اترو په سرمشریزه کې د ایران د ولسمشر ګډون
(last modified Thu, 03 Oct 2024 11:16:31 GMT )
Oct 03, 2024 15:46 Asia/Kabul
  • د آسیا د همکارۍ د خبرو اترو په سرمشریزه کې د ایران د ولسمشر ګډون

د ایران ولسمشر ډاکتر مسعود پزشکیان، په قطر کې د آسیا د ملګرتیا د خبرواترو په سرمشریزه کې ویلي چې، د بشري حقونو سرغړوونکي باید پوه شي، چې بې عدالتي به بې ځوابه پاتې نشي، صهیونیسټي تیریګر به مجازات شي، او د فلسطین تر آزادۍ پورې به د مقاومت ملاتړ ته دوام ورکړو.  

پزشکیان چې د چهارشنبې له ورځې راهیسې د یوه پلاوي په مشرۍ قطر ته تللی، پرون هم د قطر له امیر تمیم بن حمد آل ثاني سره په ګډه خبري غونډه کې وویل چې، د سیمې امنیت د ټولو مسلمانانو امنیت دی، او موږ د جګړې په لټه کې نه یو.

د ایران ولسمشر همداراز ویلي چې، هغه جنایتونه چې صهیونیسټي رژیم ترسره کړي دي، په تاریخ کې هېچا نه دې کړي او موږ ځواب ویلو ته اړ شولو.  

پزشکیان همداشان ټینګار کړی چې د صهیونیسټي رژیم هدفونه، د ناامنۍ رامنځته کول او په سیمه کې د کړکېچ خپرول دي، او موږ باید د دغه بحران مخه ونیسو.

د قطر امیر هم په دې خبري غونډه کې د تاوتریخوالي د کمولو او د سیمې د سولې او امنیت د ساتنې لپاره، د خپل هېواد پر ملاتړ ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې: له بده مرغه، د شخړو د کمولو لپاره د قطر د حکومت له هڅو سره سره، د اسرائیلي رژیم حملې زیاتې شوې دي.

پزشکیان دوحې ته د خپل سفر په څنډه کې، د عربستان د بهرنیو چارو له وزیر فیصل بن فرحان سره هم وکتل. په دغه کتنه کې د ایران ولسمشر ټینګار وکړ، که اسلامي هېوادونه د صهیونیسټي رژیم له تیریو سره په مقابله کې، متحد او یوموټي نه شي، نو له غزې او لبنان وروسته به د نورو اسلامي ښارونو او هېوادونو وار وي.

پزشکیان په قطر کې د حماس له پلاوي سره په کتنه کې همدارنګه ویلي، که صهیونیسټي رژیم یوه بله کوچنۍ تېروتنه هم وکړي، نو له سخت او ځپوونکي غبرګون سره به مخامخ شي.

د یادولو وړ ده چې د ایران ولسمشر د قطر له امیر سره په رسمي دوه اړخیزه کتنه او د آسیا د همکارۍ د خبرو اترو د فورم په غونډه کې د ګډون په خاطر، پرون قطر ته ورسېد.

د ایران او قطر لوړ پوړو چارواکو په بېلابېلو اقتصادي، سوداګریزو، کلتوري، تعلیمي او سپورتي برخو کې، د همکارۍ شپږ سندونه او تفاهم لیکونه لاسلیک کړل.

ټیګونه