عراقچي د لبنان پر ملاتړ ټینګار وکړ
Oct 04, 2024 13:06 Asia/Kabul
سید عباس عراقچي بیروت ته له رسېدو وروسته، سمدستي د ایران د اسلامي جمهوریت په سفارت کې په حضور سره، هلته یې د ایران د نمایندګۍ د دفتر له شارژدافیر او همکارانو سره وکتل او د لبنان د وروستیو بدلونونو په هکله یې خبرې وکړې.
په دې کتنه کې عراقچي د لبنان د حزب الله مجاهد د عمومي منشي سید حسن نصرالله او د شهید جنرال نیلفروشان او د عزت او مقاومت د نورو شهیدانو د شهادت د تسلیت او مبارکۍ ویلو ترڅنګ، په دې حساسو شرایطو کې په بیروت کې د ایران د ډیپلوماتانو د سرښندنو قدرداني وکړه.
د ډیپلوماتیکو خدمتونو برخې مشر همدارنګه، د صهیونیسټي نیواکګر رژیم د پراخو او ډکو شرارتونو پر وړاندې، د لبنان او سیمې د ملاتړ لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت له ټولو ډیپلوماټیکو ظرفیتونو پر استفادې ټینګار وکړ.