پاکستان کښې بیګا بیا د چین دوه انجنیران ووژل شول
(last modified Mon, 07 Oct 2024 08:13:56 GMT )
Oct 07, 2024 12:43 Asia/Kabul
  • پاکستان کښې بیګا بیا  د چین دوه انجنیران ووژل شول

زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د سیند صوبې د کراچۍ جناح نړیوال هوايي ډګر ته نږدې په یوه کاروان باندې برید کښې چې د چین انجنیران یې وړل ټروریسټي حملې کښې دوه چیني انجنیران وژل شوي دي.

په پاکستان کښې د چین سفارت هم دغه حمله غندلي ده.

د چین سفارت وویل په پاکستان کښې د چین سفارت او د دوې کنسولګرۍ د ټروریسټي برید سخته غندنه کوي.

بل خبر دا چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وویل چې د چین د دوو انجنیرانو قاتلانو ته به سزا ورکړل شي.

بیګا د پاکستان د شپې په یولس بجې د کراچۍ جناح نړیوال هوايي ډګر ته نږدې د چین په انجنیرانو باندې بمي برید کښې دوه چیني انجنیران او یوبل کس  ووژل شول او یولس کسان ژوبل هم شول.

د پاکستان د بلوچستان د ازادۍ پوځ په نوم ډلې یعني بلوچستان لیبریشن ارمي په یوې بیانیې کښې د کراچۍ د بم چاودنې مسوولیت پرغاړه اخیستی دی.

دا لومړی ځل نه دی چې په پاکستان کښې د چین انجنیران وژل کیږي له دې مخکې هم څو ځله په پاکستان کښې د چین په انجنیرانو بریدونه شوي او یوشمیر انجنیران وژل شوي هم دي.

په پاکستان کښې ډیرې ترهګرۍ ډلې په ازادۍ سره فعالیتونه کوي او په رڼا ورځ بې ګناه خلک په ډزو او بم چاودنو کښې وژني.

 

ټیګونه