د غزې په جګړه کې د اروپا متضاد دریځونه؛ له بندیز څخه د وسلو تر پلور پورې
(last modified Tue, 08 Oct 2024 12:07:50 GMT )
Oct 08, 2024 16:37 Asia/Kabul
  • د غزې په جګړه کې د اروپا متضاد دریځونه؛ له بندیز څخه د وسلو تر پلور پورې

د لوېدیځو هېوادونو له ټولو ادعاوو سره سره، چې په غزه کې د فلسطینیانو په خلاف په جنګ کې، د اسرائیلو د بندولو هڅه کوي؛ پر صهیونیسټي رژیم د وسلو خرڅلاو اوس هم دوام لري او په عمل کې دغه هېوادونه اوس هم د اسرائیلو ملاتړي دي او د فلسطین او لبنان د خلکو پرضد په جنګ کې صهیونیسټي رژیم تجهیزوي.

په دې لړ کې، د برطانیې لومړي وزیر "کیرا سټارمر" پر صهیونیسټي رژیم باندې د وسلو د خرڅلاو د بندولو غوښتنه، په ښکاره او قاطعانه توګه رد کړه.

صهیونیسټي رژیم د غزې د جنګ له پیل او له څه دپاسه یو کال راهیسې، په غزې تړانګې او لوېدیځه غاړه کې د مېشتو فلسطینیانو پرضد خپل د وژنې ماشین فعال کړی دی، چې تر دې دمه یې څه دپاسه ۴۱ زره فلسطینیان شهیدان او په زرګونه نور سان ژوبل کړي دي. دغه رژیم د ټولو لارو د بندولو ترڅنګ، د مرستندویه او مرستندویه کارکوونکو د ورتګ مخه هم نیولې ده او د روغتونونو او ښوونیزو مرکزونو په نښه کولو سره، په عمل کې د فلسطینیانو د نسل وژنې په لټه کې دی.

د فلسطينيانو پر وړاندې د اسرائيلو د جنايتونو ژورتيا داسې ده، چې په دې وروستيو مياشتو کې يو شمېر هېوادونو حتی د اسرائيلو پلويانو هم اعتراض کړی دی. په ګڼو اروپايي هېوادونو کې اعتراضي لاریونونه شوي او خلکو له حکومتونو غوښتي چې، له اسرائیلو سره خپلې مرستې بندې کړي.

دغه فشارونه د دې سبب شوي چې ځینې اروپايي چارواکي د عامه افکارو تر فشار لاندې، له صهیونیسټي رژیمه وغواړي چې د اوربند او خبرواترو په منلو سره، د غزې د خلکو له وژلو څخه لاس واخلي.

د ناروې د بهرنیو چارو وزیر سپن بارټ ایډي په ​​دې برخه کې، د غزې تړانګې، لوېدیځې غاړې او لبنان د خلکو کړاوونه د نه منلو وړ وبلل او د اوربند پر رامنځته کولو، د نړیوالو قوانینو پر رعایت او د دوو دولتونو د حل په اړه یې ټینګار وکړ.

ځینو نورو اروپایي هېوادونو هم د اسرائیلو د جنایتونو د غندلو ترڅنګ، پر صهیونیسټي رژیم باندې د بندیز او د وسلو د خرڅلاو لغوه کولو ژمنه کړې ده؛ خو په عمل کې هېڅ نه دي شوي، او اروپایان په دوه اړخیز دریځ کې، له اسرائیلو څخه په ملاتړ کې، هغوی ته وسلې پلوري، حتی مالي مرستې او وسلې ورکوي.

په دې برخه کې بريتانيا يو له هغو هېوادونو څخه دى چې د فلسطينيانو پر وړاندې په جګړه کې، د اسرائيلو اړتياوې برابروي. د بريتانيا د پارلمان غړې "زارا سلطانا" په دې وروستيو کې وويل: "د فلسطين د آزادۍ په اړه فریادونه هېڅکله دومره لوړ نه وو، خو د بريتانيا حکومت د اسرائيلو د جنايتونو په ردولو سره، د هغوی ملګرتيا کوي.

صهيونیسټي رژيم ته د برطانيې په صادراتو کې چاودېدونکي توکي، ماشينګڼې او د امريکې F-35 جنګي پرزې شاملې دي.

په وروستیو میاشتو کې د اسرائیلو د جنایتونو په زیاتېدا او لبنان ته د جنګ د پراخېدا له امله، د اروپا ډېری هېوادونه د عامه افکارو تر فشار لاندې او د بشري حقونو د دفاع ځینې نړیوال سازمانونه ادعا کوي، چې له اسرائیلو سره د خپلو مرستو په سیاستونو باندې له سره غور کوي.

خو د جګړې اوسني شرایط او د اروپایي چارواکو دریځ ښیي چې په عمل کې لوېدیځ هېوادونه، له اسرائیلو سره خپل سیاسي او پوځي ملاتړ ته دوام ورکوي او یوازې د عامه افکارو د فشار کمولو لپاره، د سوله غوښتونکو ادعا کوي.

په دې برخه کې د انګلستان د بهرنیو چارو د وزیر ډیویډ لامي خبرو ته اشاره کولای شو، چې هغه پر کار باندې تر ګمارل کېدو وړاندې، پر پخواني حکومت فشار راوړلو چې په غزه کې د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو او له نړیوالو بشردوستانه قوانینو څخه د سرغړونو په اړه څېړنې وکړي، اوس نه یوازې دا چې پخپله یې په دې برخه کې کوم اقدام نه دی کړی، بلکې د برتانیې حکومت د اسرائیلو په جنایتونو کې د صهیونیسټي رژیم ملاتړی او مرستندوی دی.

د غزې په جګړه کې د اروپایي هېوادونو دوه ګوني دریځونه دوام لري او اسرائیل د اروپایي مرستو په ملګرتیا سره، خپلو جنایتونو ته دوام ورکوي، دا په داسې حال کې ده چې د اسرائیلو د  زیاتو جنایتونو څرګندېدل او د عامه افکارو فشار، یواځې اروپایي هېوادونه دې ته اړ کړي چې په شعارونو کې، پر اسرائیلو باندې د وسلو د بندېدو ادعاوي وکړي.

ټیګونه