ترکیه وايي په یوه میاشت کې یې تر ۴ زره ډېر غیرقانوني کډوال نیولي
د ترکیې د کورنیو چارو وزارت د انساني قاچاق په تور د نیول شویو کسانو هویت او ملیت نه دی څرګند کړی.
د ترکیې د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې په تېره یوه میاشت کې یې د خپل هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې ۴۰۴۰ غیرقانوني کډوال نیولي دي.
د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علی یارلیکیا وویل، په دې موده کې ۲۰۰ نور کسان د انساني قاچاق په تور نیول شوي دي.
د ترکیې د کورنیو چارو وزارت د انساني قاچاق په تور د نیول شویو کسانو هویت او ملیت نه دی څرګند کړی.
علی یارلیکیا په په ایکس کې لیکلی چې په ټول هیواد کې له هممهاله عملیاتو وروسته د بې اسناده کډوالو د سپرلۍ تر سلو ډېر موټرونه یې کشف او ضبط کړي دي.
هغه زیاته کړه چې نیول شوي کډوال د ښارونو د کډوالۍ دفترونو ته سپارل شوي او د هغوی د ایستلو پروسه پیل شوې ده.
ترکیې په وروستیو میاشتو کې د افغان کډوالو د توقیف او ایستلو لړۍ ته زور ورکړی دی.
د ښاغلي یارلیکیا په وینا، د ترکیې د امنیتي ځواکونو عملیات په ټوله ترکیه کې د بې اسنادو پناه غوښتونکو د پیژندلو او ډیپورټ لپاره دوام لري.