د نتنیاهو له فرمانه د صهیونیسټي پوځیانو ډډه کول زیات شوي دي
سحاب – د صهیونیسټي پوځیانو یو شمیر مامورانود اسرائيلو نسل وژونکي رژیم لومړي وزیر ته په یوه ښکاره خبرداري کې اعلان کړی دی،د بندیانو د مبادلې او د اور بند له ټینګیدا سره د نه پخلا کیدا په بڼه کې به له پوځي خدمته ډډه وکړي.
مهر خبری آژانس راپور ورکړی،د اسرائيلی رسندویو د راپورونو په اساس ددغه رژيم د پوځ په سلګونو پوځيانو ددغه رژيم د لومړي وزیربنیامین نتنیاهو د کابینې په ضد په ښکاره خبرداري کې وئیلي دي که داسرائيلي او فلسطینی بندیانو د مبادلې لپاره پر اوربند موافقه ونشي ،نو له پوځي خدمته به ډډه وکړي.
د فلسطین شهاب خبری آژانس هم د صهیونیسټي رژیم د جنګی کابینې دمشرانو په ضد ددغه وحشي رژيم د پوځ د پوځیانو او د ښارګوټو د اوسیدونکو صهیونیسټانو ترمینځ د درز او اعتراضونو د زیاتیدا خبر ورکړ.
په نیواکي ټاټوبو کې د روغتیائي ادارو سرچینو هم منلې ده چې د تیر کال د اکتوبر له اومې نیټې راهسې تراوسه پورې د لبنان له خوا په دوامدارو توغندوي حملو پسې نولس زره پنځه سوه صهیونیسټي پوځیان د نیواکي فلسطین په شمال کې روغتونونو ته منتقل شوي دي. داپه داسې حال کې دي چې له دې مخکې د صهیونیسټي جنایتکار رژيم وحشي لومړی وزیر نتنیاهو د لبنان د اسلامی مقاومت په ضد په تش دړکو سره مدعي شوی ؤ چې په لبنان دتوغندوي حملو په پراختیا سره به د نیواکي ټاټوبو شمالي ښارګوټو ته صهیونیسټي کډوالو بیرته ستنیدا زر پیل شي، خو داسې ښکاری کډوال دبیرته ستنیدا په ځاي له نیواکي ټاټوبو څخه په پښو سپکولو پسې شوي دي.