د حزب ا...توغندیو د صهیونیسټانو څلور مرکزونه  په اور کې لوو لپه کړل
(last modified Thu, 10 Oct 2024 10:45:54 GMT )
Oct 10, 2024 15:15 Asia/Kabul
  • د حزب ا...توغندیو د صهیونیسټانو څلور مرکزونه  په اور کې لوو لپه کړل

 د حزب ا... غورځنګ په دغې اعلامیې کې  راغلي  دي،مقاومتي مبارزانو همداراز په المرج کې د وحشي صهیونیسټي عسکرو دغونډیدا په مرکز هم توغندي وویشتل.

ایرناخبری اژانس د المینار  راپور ورکړی،  د لبنان د حزب ا... غورځنګ د مقاومتي  مبارزانو   توغندیو  نن سهار  هم د صهیونیسټي وحشي رژیم  دپوځيانو مورچلې او د نیواکي فلسطین شمالي برخې  په توغندیو سره په لوخړو کې پټې کړې. 

په راپور کې وئيل شوي دي  دلبنان دحزب ا...غورځنګ  په یوې اعلامیې کې  وئيل شوي دي،د فلسطین دمقاومت کونکي  ملت  په ملتیا او ملاتړ او د لبنان  او د دغه هیواد دمبارز ولس په دفاع کې اوپه ښارونو او کلو  او عامو خلکو باندې د اسرائيلی پوځيانو د بې آمانه ح ملو په غبرګون کې  ئې نن سهار د کریات شمونا ښارګوټی په لسګونو توغندویو سره  په لوخړو کې پټ کړ او د اور لمبې ئې ترې پورته کړې.

 د حزب ا... غورځنګ په دغې اعلامیې کې  راغلي  دي،مقاومتي مبارزانو همداراز په المرج کې د وحشي صهیونیسټي عسکرو دغونډیدا په مرکز هم توغندي وویشتل.

Image Caption

 

د حزب ا... په یوې بلې اعلامیې کې همراغلي دي،مقاومتي مبارزانو  دغه راز  نن سهار په بیت هلل کې  هم د اسرائيلي عسکرو دغونډیدا مرکز په نښه کړ.دغه راز ئې په یوې بلې خبرتیا کې وئیلي دي  په معیان باروح، او څو نورو سیمو کې هم د اسرائيلي پوځيانو پوځي مرکزونه اوتاسیسات په لوخړو کې پټ کړي  او د اور لمبې ترې پورته شوي دي.

الجزیره ټیلیویژني چینل هم  د نیواکي فلسطین په شمالی سیمو له لبنانه د  لسګونو توغندیو د حملو  خبر ورکړی دی.

په عین حال کې اسر ائيل هوم  ورځپاڼې  هم د لبنان له لورې په مرګلیوټ صهیونیسټ میشته ښارګې کې په یوې ودانۍ د  توغندي د لګیدا خبر ورکړی چې درانه تاوانونه ئې  اړولي دي. د کریات شمونا ښاروال  هم له صهیونیسټانو غوښتي دي پټنځایونو کې دې خوندي پاتې شي.

له دې سره په یووخت  د صهیونیسټ رژیم ریډیو  هم منلې ده چې حزب ا...غورځنګ  هماغه شان د د دغه غورځنګ د لوړپوړو قوماندانانو د له لاسه ورکولو سره سره  له اسرائيلي پوځ سره د مقابلې او  د توغندوي حملو  توان   لري.  

 

ټیګونه