د ایران او عمان ترمنځ ګډ سمندري تمرینات ترسره شول
(last modified Fri, 11 Oct 2024 01:15:09 GMT )
Oct 11, 2024 05:45 Asia/Kabul
  • د ایران او عمان ترمنځ ګډ سمندري تمرینات ترسره شول

د ایران د سمندري ځواکونو، د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو او د عمان د شاهي سمندري ځواکونو په ګډون سره، د عمان هېواد په کوربه توب، په سمندر کې د مرستې او ژغورنې ګډ تمرین، د هند د شمال په اوبو او د هرمز په تنګي کې ترسره شو.

دغه تمرین، د ایران د اسلامي جمهوریت او د عمان د سلطنت د ګډو پوځي ملګرتیاوو د کمیسینونو په چوکاټ کې، د سمندري امنیت د حالاتو اړوند د موافقې د عملي کولو او چمتووالي په موخه، د جماران ایراني بېړۍ ویشتونکې او د ایران د اسلامي جمهوریت د سمندري ځواکونو د زرهي توغندي ویشتونکي بېړۍ او د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو د سمندري ځواکونو دوه جنګي بیړیو او همدارنګه د عمان د سمندري ځواکونو د ځمکني او الوتنې واحدونو په ګډون سره ترسره شول.

د ایرنا د خبر له مخې، په دغه تمرین کې د ایران د سپاه پاسدارانو د سمندري ځواکونو د نورو ځمکنیو جنګي واحدونو په ګډون، د جماران ایراني بېړۍ ویشتونکې او د ایران د اسلامي جمهوریت د سمندري ځواکونو د زرهي توغندي ویشتونکي بېړۍ موثره شتون، د سمندري دفاع په ډګر کې د ملي خودکفایۍ ښکلې څرګندونه وکړه.

ایران او عمان د بډای تاریخ او کلتوري او مذهبي مشترکاتو په لرلو سره ګاونډي هېوادونه دي چې له ډېرو کلونو راهیسي له یو بل سره ښې اړیکې لري.

ټیګونه