د ایران او روسیې ارتباطات په زړه پورې اوسټراټژیک دي
د ایران د اسلامی جمهوریت ولمسشر مسعود پزشکیان نن ماسپښین د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په کتنې کې ددواړو هیوادونو ترمینځ دګډو ملګرتیاؤ په پراختیا په ټينګار سره ووئيل ، له روسیې سره د مونږ اړیکې دوامدارې ،په زړه پورې او مهمې دي.
د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په کتنې کې ددې خبرې په کولو سره چې ایران او روسیه بشپړونکي او متقابل ظرفیّتونه لري او له یوه بل سره ښه مرسته کولی شي، ووئيل،له روسیې سره دمونږ ارتباط په زړه بورې او سټراټژيک دی.
زمونږخبریال د ایکنانیوز له قوله راپور راکړ،د ایران د اسلامی جمهوریت ولمسشر مسعود پزشکیان نن ماسپښین د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په کتنې کې ددواړو هیوادونو ترمینځ دګډو ملګرتیاؤ په پراختیا په ټينګار سره ووئيل ، له روسیې سره د مونږ اړیکې دوامدارې ،په زړه پورې او مهمې دي.
هغه د روسیې له ولسمشر سره د کتنې په فرصت خوښي وښودله او وې وئيل، له اقتصادي او کلتوری پلوه د مونږ ارتباطات ورځ تر بلې لا پیاوړي شوي او نوره به هم پیاوړی شي . د ایران او روسیې د ملګرتیاؤ مخ په وده بهیر،ددغه ارتباط د پیاوړتیاضرورت ته ددواړو هیوادونو د لوړپوړو چارواکو ارادې او هوډ ته په پام سره باید چټک شي.
د روسیې ولسمشر هم په دغې کتنې کې په دغو خبرو په خوښۍ ښودلو سره ووئيل، ددواړو هیوادونو ملګرتیاوې د مونږ لپاره ډير لوړ لومړیتوب لري او ددواړو لورو ترمینځ دتجارت اندازې زیاتیدا او د اړیکو پراختیا هم دترسره کیدا په حال کې ده. ولادیمیر بوتین همدرااز د بریکس به غونډې کې د ګډون او د دوه اړخیزه مشترکې غونډې کې د ترسره کیدا لپاره دایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر په بلنې ورکولو سره ووئيل؛ مونږ په ګډه په نړیواله سویه ملګرتیا کوو او د مونږ نړیوال کړچارونه او ارزونې سره یو شان دي.