د غزې په درملیزو  مرکزونو باندې د اسرائيلو حمله  جنګي جنایت دی
(last modified Sat, 12 Oct 2024 08:08:22 GMT )
Oct 12, 2024 12:38 Asia/Kabul
  • د غزې په درملیزو  مرکزونو باندې د اسرائيلو حمله  جنګي جنایت دی

سحاب – ملګروملتو په غزې تړانګې کې د درملنې په مرکزونو او طبي عملې باندې د اسرائيلو د نسل  وژونکي رژیم حملې جنګي جنایت او بشریّت ضد جنایت  وبالۀ.

ایرنا خبری آژانس  راپور ورکړی، د بشری حقوقو په چارو کې د ملګروملتو لوړ کمیشنر او د فلسطین په نیواکي ټاټوبو کې د ملګروملتو د څیړنیز نړیوال خپلواکه کمیشن مشرې ناوي پیلا پر اسرائيلو غږ کړی، په غزې تړانګې کې  دې دروغتیائي او درملیزو مرکزونو باندې حملې ودروي.

پیلاي زیاته کړې ده ، داسرائيلو نسل وژونکي رژیم دروغتیائي او درملنې د مرکزونو د ټارګټ کولو په موخې سره د سلامتیا حق د اوږدمهاله ویجاړیدا په اغیزو سره په غزې کې زیاتره  عام خلک ترپام وړ حده  ټارګټ کړی دي.

د فلسطین په نیواکي ټاټوبو کې د ملګروملتو د څیړنې نړیوال خپلواکه کمیشن مشرې همداراز د بندیانو په ضد داسرائيلي پوځیانو  خپل سري نیونې،جنسي تیري، شکنجې، ناوړه استفادې موردونو ته په اشارې سره له فلسطینیو بندیانو سره د اسرائيلي پوځيانو چلند محکوم کړ.

Image Caption

 

دروغتیا نړیوالې ادارې پخپل یوه راپور کې وئيلي دي،  اسرائيلو د تیر کال  له اکتوبره رانیولې د روان کال تر  جولائي پورې  په غزې تړانګې کې د درملنې په مرکزونو  ۴۹۸حملې کړي چې په نتیجې کې ئې  کابو اوه سوه پنځوس کسان وژلي او  له زرو زیات ئې ټپیان کړي دي او دغه راز  ئې یوسل لس درملیز مرکزونه هم په کنډوالو بدل کړي دي.

بل خبر دا چې د ملګروملتو ملتو یوسل پنځو غړو هیوادونو د یوه لیک په لاسلیک کولو سره د ملګروملتو د سرمنشي آنتونیو ګوتریش  په ملاتړ سره نیواکي ټاټوبو ته د ملګروملتو د سرمنشي د سفر په ممنوع کولو کې د جنایتکار صهیونیسټي رژيم اقدام په کلکه محکوم  کړی دی.

 

ټیګونه