د پیغمبر په شان کې د هندو پنډت په سپکاوي باندې په اعتراض کې کشمیریانو سترې مظاهرې وکړې
(last modified Sun, 13 Oct 2024 01:49:24 GMT )
Oct 13, 2024 06:19 Asia/Kabul
  • د پیغمبر په شان کې د هندو پنډت په سپکاوي باندې په اعتراض کې کشمیریانو سترې مظاهرې وکړې

د کشمیر رسندوي خدماتو مرکز راپور ورکړی دی چې خلک د سرینګر ،بډګام،بارامولا،بانډيپوره ،کوپواړه او درست جنوبی کشمیر  پشمول په مختلفو سیمو کې  د جمعې  لمانځه له ترسره کیدا وروسته سترې  مظاهرې وکړې  او ددغه افراطي هندو پنډت  د فوري نیولو اوسزا کولو غوښتنې ئې کولې.

د هندوستان په اوترپردیش صوبې کې یوه افراطي هندو پنډت  په وسیله د اسلام دګران پیغمبر(ص) سپکاویو په ځان پسې په جمو کشمیر کې  پراخې مظاهرې   او غبرګونونه درلودلي دي.

زمونږخبریال دایکنانیوز له قوله راپور راکړ،په هندوستان کې د یوه افراطي هندو پنډت یاتی نارسینګانند په وسیله د  اسلام دګران پیغمبر(ص) په شان  کې د ګستاخۍ  په غبرګون کې دهند ترکنټرول لاندې  په جمو اوکشمیر کې پراخې مظاهرې وشوې.

په همدې ارتباط  د کشمیر رسندوي خدماتو مرکز راپور ورکړی دی چې خلک د سرینګر ،بډګام،بارامولا،بانډيپوره ،کوپواړه او درست جنوبی کشمیر  پشمول په مختلفو سیمو کې  د جمعې  لمانځه له ترسره کیدا وروسته سترې  مظاهرې وکړې  او ددغه افراطي هندو پنډت  د فوري نیولو اوسزا کولو غوښتنې ئې کولې.

 دې ته ورته مظاهرې  هم په راجوړي اوپونچ  سیمو کې  او دغه راز په جمو سیمې کې مسلمان میشته سیمو کې هم ترسره شوي دي.

په مظاهرو کې ویناوالو د ناراسنګانند  داسلامی ضد خبرو او اقداماتو  دوام په سخته رتل شوی  او د بي جې پي ګوند په رهبرۍ  کې له هندي حکومته ئې  د دوي د انفعال په دلیل سختې نیوکې کړي دي.دوي مدعي وو  چې د حکومت هیڅ اقدام نه کول  له افراطیانو سره د دوي د یولاس کیدا او د مسلمانانو دټولنې پر احساساتو دسترګو پټولو په معنا دی چې دغه  کارونه به په مسلمانانو کې غوسه نوره هم زیاته کړي او دغه شان لټي او سترګو پټول به ډیرې بدې پایلې ولري.دوي پخپلو شعارونو کې  د ټولو دینونو  په احترام ټینګار درلود  او وئیل ئې چې  قانون باید خپله لاره په سمه کچ کړي څو له دغو مجرمانو څخه پوښتنې  وشي او ځوابونه ووائي. دوي به عدالت ته رجوع وکړي  او ترآخره به  ددغو سپکاویو   حل لاره راوباسي.

 

ټیګونه