د چین لومړی وزیر سبا پاکستان ته ورځي
زمونږ خبریال راپور راکړی د چین لومړی وزیر لي کیانګ(Li Qiang) ټاکل شوی دی چې په څلور ورځني سفر اسلام اباد ته ورشي چې د پاکستان له پوځي قومندانانو او حکومتي چارواکو سره کتنه وکړي او دغه راز د شانګهايي د ملګرتیا موسسې په غونډې کښې هم ګډون وکړي.
د چین لومړی وزیر به سبا پاکستان ته ورسیږي او د اکتوبر د میاشتې تر اولسمې نیټې پورې به هلته وي.
پاکستان ته د چین د لومړي وزیر لي کیانګ(Li Qiang) دغه سفر د اکتوبر د میاشتې په شپږمه نیټه د سیند صوبې د مرکز کراچۍ هوايي ډګر ته نږدې په یوې په یوې ځان وژونکي حملې کښې د چین د ددو انجنیرانو له وژل کیدا او د یوه بل له ژوبلیدا وروسته ترسره کیږي.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف چین ته تضمین ورکړی دی چې دې په شخصي ډول د چین په ښاریزو باندې د حملې په پلټنې څارنه کوي.
چین هم په تیرې پنجشنبې ورځ ویلي وو چې دغه هیواد به له پاکستان سره ګډ کار وکړي چې په پاکستان کښې د چین د ښاریزو او د پروژو او د ادارو ساتنه وکړي.