په غزه کې د شهیدو خبریالانو شمېر ۱۷۷ تنو ته ورسېد
(last modified Tue, 15 Oct 2024 06:39:16 GMT )
Oct 15, 2024 11:09 Asia/Kabul
  • په غزه کې د شهیدو خبریالانو شمېر ۱۷۷ تنو ته ورسېد

د یوه بل خبریال په شهادت سره، په غزه کې د خبریالانو او رسنیو د شهیدانو شمېر ۱۷۷ تنو ته لوړ شو.

د ایرنا د خبر له مخې، د فلسطین د خبریالانو ټولنې په یوه بیانیه کې اعلان وکړ چې د دوشنبې په ورځ د غزې تړانګې په شمال کې د جبالیا پر هوایي ډګر د صهیونیسټي رژیم د پوځیانو په حمله کې،  د الاقصی شبکې کمره مین ایمن رویشد په شهادت ورسېد.

په غزې تړانګه کې له ۳۷۳ ورځو جګړې وروسته، د غزې تړانګې په شمال کې د اشغالګرو اسرائیلي پوځ پوځي عملیات زیات شوي دي.

اسرائیلي نیواکګرو ځواکونو همدارنګه له غزې تړانګې څخه د شمال جلا کول پیل کړي او د جبالیا، بیت حانون او بیت لاهیا ښارونه یې په بشپړه توګه کلابند کړي دي.

صهيونیسټي رژيم د امريکا په ملاتړ له تېر کال راهیسې د غزې تړانګې د اوسېدونکو په خلاف وحشيانه جنګ شروع کړی دی چې له امله يې د پراخې تباهۍ او مرګونې قحطۍ ترڅنګ، په زرګونه فلسطينيان چې زیاتره یې ښځې او ماشومان دي، شهیدان او ټپیان شوي دي.

تل ابیب د نړیوالې ټولنې په سپکاوي او په غزې تړانګه کې د جګړې د سمدستي بندولو لپاره، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پریکړه لیک ته په نه پاملرنې سره، اوس هم د دې سیمې د اوسېدونکو پر وړاندې د نسل وژنې جنایتونو ته دوام ورکوي.

ټیګونه