د نیل فروشان د شهادت د فاتحې په مراسمو کې د سردار قاآني حضور او د شایعاتو پای
په تېرو ورځو کې اسرائیلي پورې اړوندو رسنیو د سردار قاآني د شهادت، جاسوسۍ او یا نیول کېدو په اړه د شایعاتو په خپرولو سره هڅه وکړه چې د نورو پام ځانته واړوي.
دا ادعاوې پرته له دې چې کوم اسناد وړاندې کړي او یوازې د غلطو اټکلونو پر بنسټ ترسره شوي. خو د شهید نیل فروشان د جنازې په مراسمو کې چې نن ترسره شوه د سردار قاآني شتون، دغه ټولو اوازو ته د پای ټکی کېښود او دروغ یې ثابت کړل.
دغه شتون چې په ښکاره ډول د ایران د کورنیو رسنیو تر پوښښ لاندې راغلی، د سردار قاآني پر روغتیا او په مختلفو برخو کې د هغه پر فعال حضور باندې د تایید مهر وو او د اسرائیلو تبلیغاتي دستګاه ته یې یوه بله ماتې ورکړه. اسرائیلي رسنیو د نا امیدۍ او بې ثباتۍ د فضا د رامنځته کولو په هڅه کې، د دروغو او بې بنسټه خبرونو په خپرولو سره، یو ځل بیا د حقیقت پر وړاندې ناکامه شول.
دې حضور نه یوازې دا چې د دغو اوازو ناسموالی څرګند کړ، بلکې له دښمنانو سره په مقابله کې د ایراني قوماندانانو او ځواکونو پر ځواکمنتیا او پرلپسې شتون هم ټینګار وکړ.