د نړۍ په څو هیوادونو کې هماغه شان د لبنان اوفلسطین ملاتړو مظاهرې دوام لري
سحاب -الجزیره ټیلیویژني چینل راپور ورړی، د هالینډ،یونان، سویس، مراکش،پشمول د نړۍ په زیاترو هیوادونو کې هماغه راز د فلسطین او لبنان ملاتړي ویښ ضمیره خلکو د پراخو مظاهرو په ترسره کولو سره د فلسطین او لبنان له مظلومو خلکو سره د پيوستون په اعلانولو سره ، د فلسطینیانو او لبنانیانو په ضد د نیواکګر وحشي صهیونیسټي رژیم تیري او جنایتونه په سخته محکوم کړل.
په مختلفو هیوادونو کې د فلسطین اولبنان د بې څوکه خلکو ملاتړو په داسې حال کې چط د فلسطین اولبنان بیرغونه ئې پورته کړي ،د صهیونیسټي رژيم د جنایتونو په ضد دشعارونو په ورکولو سره ظې د لبنان او فلسطین په ضد دصهیونیسټي غاصب او جنایتکار رژيم د بې آمانه حملو او وحشي ډوله جنایتونو پر فوری دریدا ټينګار درلود.
دوي دغه راز د اسرائیلو جنایتکار رژيم څخه د وسلو ملاتړ ددریدا،په غزې تړانګې او لبنان د دغه تیریګر رژيم د حملو دختمیدا او غړې تړانګې کې ته د انسان دوستۍ دمرستو د لیږد غوښتنې کولې.
په غزې تړانګې کې کې د صهونیسټ رژيم دجنایتونو څه دپاسه یو کال تیریږي، او په دغې مودې کې په درستې نړۍ کې ډيرې زیاتې مظاهرې شوي او په میلیونونو خلکو د فلسطین دمظلومو خلکو په ضد د اسرائیلو دنیواکګر او وحشي رژیم دجنایتونو ددریدا غوښتې کړي دي.