په یمن د امریکا او د بریتانیا بریدونه د ملګروملتونو د منشور خلاف ورزۍ ده
زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د خارجه وزارت ویاند «اسماعیل بقايي هامانه» په یمن باندې د امریکا او د بریتانیا حملې د هیوادونو د ځمکنۍ بشپړتیا په اړونده د نړیوالو حقوقو د قواعدو او د ملګروملتونو د منشور ستره خلاف ورزۍ وبلله.
هغه زیاته کړه د لبنان او د فلسطین د خلکو په وژلو او نسل کشۍ کښې له اسرائیلو رژیم څخه د امریکا او د بریتانیا د سیاسي او د وسله والو ملاتړونو له دوام سره په یووخت په یمن باندې د امریکا او د بریتانیا هوايي تیري د صهیونیسټ رژیم په تیریو کښې د هغوې د ګډون او د ملګرتیا کولو ښکاره ګواه دی.
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند اسماعیل بقايي هامانه» ډاګینه کړه د یمن د زړورو او د مظلومو خلکو پرضد د امریکا او د بریتانیا بې پروا او تیریګر اقدامات په لویدیځې اسیا سیمې کښې د تاوتریخوالي او د ناامنۍ په زیاتولو کښې د واشنګټن او د لندن د خطرناک ګډون په توګه دي.
په یمن باندې د امریکا او د بریتانیا هوايي حملې په سره سمندر او مدیترانې سمندرګي کښې د صهیونیسټ رژيم د کشتیو پرضد د یمن د پوځ عملیاتو ته په غبرګون کښې ترسره کیږي.
بل خبر دا چې د یمن ځواکونو نن بیا په عربو سمندر کښې په یوې کشتۍ میګالو پولیس (Megalopolis,) باندې چې د عمان هیواد صلاله بندر ته روان وه د بې پایلوټه الوتکو برید وکړ.
ویل کیږي چې دغه کشتۍ د اسرائیلو رژیم ته سامانونه وړل.
د ویلو ده چې د متحده عربي اماراتو ، مصر او د اردن، ترکیې او د اذربایجان جمهوریت په شان ځینې هیوادونه له اسرائیلو سره هرډول مرستې کوي او دغه رژیم ته خوراکي شیان او تیل رسوي.