د لبنان اسلامي مقاومت حزب الله د اسرائیلو پرضد نوي عملیات وکړل
Oct 21, 2024 05:01 Asia/Kabul
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د لبنان اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله د صهیونیسټ رژیم د مرکزونو او د هدفونو پرضد د نهو نورو عملیاتو د ترسره کولو خبر ورکړ.
د لبنان حزب اله غورځنګ نن سهار وختي د لبنان په جنوب او نیواکي فلسطین کښې د صهیونیسټ رژي د مرکزونو او د صهیونیسټ میشته ښارګیو ، سنګرونو ، تجهیزاتو او د ځواکونو پرضد د نهو نویو عملیاتو د ترسره کولو خبر ورکړ.
د لبنان حزب الله غورځنګ ویول چې د مقاومت هوايي دافع سیسټم وتوانید چې د صهیونیسټ دښمن یوه هرمیش ۹۰۰ ډوله بې پایلوټه الوتکه نسکوره کړي.
په صهیونیسټ میشته ښارګي مرکبا ، ماروان الراس او خله ورده سیمو او په کریات شمونا، بیت هلل او المالکیه اډو کښې د صهیونیسټي دښمن په پوځیانو توغندوي حملې د حزب الله نور عملیات وو.