یحیی سنوار؛داسې کس چې په ژوند او شهادت سره ئې اسرائيلو ته ماته و رکړه
(last modified Thu, 24 Oct 2024 11:06:41 GMT )
Oct 24, 2024 15:36 Asia/Kabul
  • یحیی سنوار؛داسې کس چې په ژوند او شهادت سره ئې اسرائيلو ته ماته و رکړه

د  تهران د پښتوخپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د ولسی اتل یحیی سنوار د میړنتوب او شجاعت او د اسرائيلو لپاره د یوۀ وحشت په نامې سره یوه ځانګړي مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو،هیله ده داستفادې وړ مو وګرځي.

           ؛ د فلسطین د حماس غورځنګ د سیاسی دفتر د مشر یحیی السنوار شهادت  به له یوه نسله بل نسل ته د بریالیتوب  په وعدې باندې د شهادت په بدلیدا کې د یوه درس په توګه منتقل  شي.:::(ګلونو آوریدونکو دغه مطلب  په همدې عنوان سره د یوه هغه مطلب ترجمه ده چې په؛عصر ایران؛ نومې انټرنیټي سایټ کې  خپور شوی دی).

خوږو دوستانو میړنی ،مقاوم،شجاع  او زخمي یحیی سنوار په رفح کې د ابن سینا په یوه واټ کې په یوې کنډواله شوي کوڅې کې په یوې واړې صوفې یا مُبل باندې ناست او په هغه  کور کې چې دیوالونه ،دروازې او کړکي ئې د ټانکونو په ګولیو سره سوري سوري  او دړې وړې شوي وو،ناست ؤ. هغه په پوځي وردئ کې  او وسله په لاس د ورپسې شیبې  په تمه ؤ.ناڅاپي یو ډرون وارد شو او د هغه نقاب پوش په وړاندې راڅرګند شو.کله چې هغه ډرون  هڅه وکړه، هغه ته نزدې شي،نو السنوار پخپل کیڼ لاس سره،یو لرګی د هغه ډرون په لور ورګوزار کړ،له دې مخکې چې،پر هغه د ټانک وروستۍ میرمئ ولګیږي او پر مځکې پریوځي.::

 دغه کومه نمایشي او آئيډئيل ډوله  صحنه نه ده،بلکې یوه حقیقي صحنه ده چې  د نړۍ  خلکو په هغو ویډیوګانو کې چې ددغه لوي فلسطیني قوماندان د ژوند وروستۍ شیبې ئې ثبت کړې وې،مشاهده کړې.دغه صحنه د ۱۹۶۰ لسیزې په ورسوتیو کې، د کیڼ پالو د مشهور کمانډر آرنستو چه ګوارا د ژوند  له پاي سره ډير زیات ورته والي لري،په دغه توپیر سره چې چه ګوارا  یو زخمي اسیر  ؤ،په داسې حال کې چې السنوار په یوه لرګي سره  د یوه اسرائيلي ډرون او د یوه ټانک په وړاندې ترخپلې وروستۍ سا پورې مبارزه کوله.

  خوږو دوستانو که له شهید یحیی السنوارڅخه  د شهادت په شیبې کې د هغه دخوښې وړ سناریو په باب  پوښتنه کیدلی ، نو احتمالا به ئې ځواب ورکاوۀ  چې ؛ دا سناریو دومره ښکلي او په زړه پورې ده چې که پخپلو سترګو سره مو لیدلئ،نو باؤر به مو نه کید. دغې واقعي صحنې هغه حقیقتونه  سره دړې وړې کړل چې د صهیونیسټي رژيم رسندوئي پروپیګنډو تل هڅه کړې، پټ ئې کړي،بلکې حتی تحریف ئې کړي.السنوار شهید هماغه شان چې  اسرائيلو ادعا کوله چې په یوه سرُنګ کې پټ شوی دی،او ددغه رژيم له بندیانو،د خپل ځان د ساتلو لپاره د انساني ډال په توګه استفاده کوي،خو حقیقت داسې نه ؤ او درستې نړۍ ولید. هغه (شهید السنوار) د عزالدین قسام د هر یوه مبارز په شان تر وروستیو شیبو کې د خپلو کسانو ترڅنګ وجنګید او د حماس د هر یوه مبارز شهید په شان  ئې د شهادت خوږ شربت وڅښۀ.

Image Caption

 

یحیی السنوار په حقیقت کې پخپل شهادت سره ،د اسرائیلو هغه روایت چې څه د پاسه یو کال څخه ئې په غزې باندې په تیریو کې خپور کړی ؤ،ناکام کړ،هماغه شان چې د ۲۰۲۳کال د اکتوبر په اومه نیټه،یعني د طوفان الاقصی عملیاتو د پیلیدا په ورځ ئې د اسرائيلو ماته نه خوړلو په باب دروغجن روایتونه  هم سره ګډ وډ کړل.

   ددغه شجاع او میړني قوماندان  ژوند د هغه د بند او زندان له هماغه لومړنیو شیبو  څخه چې تر لسګونو کلونو پورې ئې دوام وکړ، ترخپلې مبارزې او شهادت پورې،د فلسطین د  آزادولو په لاره کې د مبارزې لپاره د خپلې لیدتوګې ښودونکی ؤ. هغه په پیل کې د خپل دښمن  د ژبې په یادولو  او ددښمن د تفکراتو په ژور فهم  سره ، ځان  په پوهې سنبال کړ. السنوار  له  خپلو زندان ساتونکو سره  په خبرو کې د بندیانو  د شرائطو د ښه کولو لپاره لازیات اطلاعات غونډ کړل او وروسته ئې په پټه توګه   د طوفان الاقصی د عملیاتو د تیارولو لپاره یوه پوځي–امنیتی لاره خپله کړه.دغه عملیاتو، یوازې د اسرائيلو نه،بلکې د نړۍ پوځي او امنیتی ذهنونه حّک بَک کړي دي.تر دوو کلونو پورې  هغه د اسرائيلو  د سترګو  په وړاندې د پوځي او امنیتی مانورو  چمتوکولو او ترسره کولو  په حال کې ؤ،له دې پرته چې دهغه دښمن پوهه شي،  ددغو مانورو موخې څه دي ،تر دې چې،هماغه وخت  راروسید او په ۱۹۴۸کال کې د اسرائیلو د تاسیس له وخت راهسې پر دوي ترتولو لوي پوځي او امنیتی ګوزار وکړ  اوستره بریا ئې محققه کړه.

د غچ اخستونکي  جنګ ،په غزې تړانګې او لویدیځي غاړې کې د فلسطینیو خلکو په ضد د اسرائیلو بدماشي او فاشیسټي جنایتونو په پیلیدا سره ، یحیی سنوار  د جنګ په ټولو جبهو کې ،یعني د کلابند شوي غزې تړانګې له جنوبه رانیولې تر شمال پورې د خپلو ځواکونو قومانداني وکړه.  له ډیر کم جغرافیائي مساحت سره  اسرائيلو په داسې حال کې چې  د امریکا متحده ایالاتو او  څو لویدیځي هیوادونو له دغه جنایتکار رژیمه بشبړ ملاتړ کاوۀ،د حماس فلسطینیو څو زره مبارزانو سره د مقابلې لپاره څه دپاسه څلور لکه کسیز پوځ بسیج کړ،خو لکه څنګه چې اسرائيل ونه توانیدل،د السنوار مبارزانو ته د جنګ په میدان کې ماته ورکړي،د غزې تړانګې د خلکو د نسل وژنې او ډله ایزو وژلو لپاره له خپل درست پوځي تجهیزاتو  او ماډرن وسلو او ټنیزو بمونو استفادې ته مخه کړه. دوي د ښونځیو ،روغتونونو،پناهځایونو، جوماتونو،کلیسا ګانو،دکډوالو د خیمو په بمباریو سره د خلکو د نابودولو هڅه درلوده،خو ابو ابراهیم او د هغه ملګري  ددغو وژلو  له بوږنونکي وضعیّت سره سره هماغه راز  څه  دپاسه یو کال مقاومت وکړ او هماغه راز  مقاومت کوي.

          د اسرائيلو وحشي  او جنایتکار پوځ  هڅه وکړه، څو د یحیی السنوار مبارزه  په سُرنګونو کې د پټيدا او د تښتیدا په څير په ادعاګانو سره  او د ځان او د خپلو ځواکونو د ساتلو لپاره دانساني ډال په توګه له اسرائيلي بندیانو څخه  داستفادې په څير په چټي ادعاګانو سره  خرابه کړي. دوي همداراز  د وژلو له لارې په ویرولو او په امن توګه د وتلو د ژمنې  په ورکولو سره هڅه کړې هغه تسلیم کړي او د قدرت او مقاومت له ځائيګي خبرواترو او مبارزې ته دوام ورکړي. د صهیونیسټي رژيم د روایتونو په اساس، اسرائيلي پوځ نه پوهید چې هغه درې کسیزه ډله چې ورسره ښکیل وو،په هغو کې یو یحیی السنوار هم دی،ځکه هغه پوځي وردي اغوستي وه او هماغه د تیرو وختونو او اوسنیو د مبارزانو او سرښیندونکو په څير مخ پټ کړی ؤ.په داسې حال کې چې اسرائيل د خپلو لویدیځوالو متحدانوپه تیره بیا د امریکا او پخپل اختیار کې د څارنې او جاسوسۍ  ټول سسټمونه او ټيکنالوجي داغزې تړانګې په مساحت کې د مځکې لاندې  د السنوار د موندلو لپاره کارولي وو، د حماس رهبر دغزې تړانګې په جنوب رفح کې په تل السطان کې په آزاده توګه مبارزه کوله. هغه له اسرائيلي عسکرو سره په سخت جنګ بوخت ؤ او  دهغوي وآخوا ته ئې لاسی بمونه هم شړل . ل دې وروسته چې  دهغه بدن ټپي ټپي شو، نوره باقي پاتې کسان ورڅخه  اخوا دیخوا لاړل او یو ډرون دهغه په تعقیب کې  هغه کور ته ولیږدول شو، چې السنوار پکې موجود ؤ . دغه کور د دیوالونو د ړنګیدا په دلیل بې چته ؤ او په بشپړ ډول ښکاره کید.

په عین حال کې،یحیی السنوار چې په خوا کې ئې یو لرګی چې د تکیې په توګه ئې ورڅخه استفاده کوله،هڅه وکړه،هغه ډرون ورباندې وولي،په داسې حال کې چې خپل زخم ئې په یوه ټوکرسره تړلی ؤڅو دوینې بهیدامخنیوی وکړي.ډرون په شا شو او په دې وخت کې ددښمن یوه ټانګ ورباندې ډز وکړ،بې له دې چې دټانګ عسکر پوهه شي،چې په دغه میرمي سره د فلسطین یو ترټولو مهم او ترټولوشجاع قوماندان شهیدیږي.

           د یحیی السنوار له شهادته وروسته ، د صهیونیسټي رژيم پروپیګنډيزو ادارو هڅه وکړه دغه پوځي نښته  د یوه ټارګټیډ ترور دعملیاتو په توګه  وبریښوي ، خو هرڅوک چې د پوځي عملیاتو له لومړنیو اصولو  خبر وي،نو په ښه توګه پوهیږي چې  دغه واقعه ترور نشي بلل کیدلی  ،ځکه د ټارګټ شوي کس هویّت  له مخکې پیژندل شوی نه ؤ.پر دې سربیره ،صهیونیسټي رژيم په زیات احتمال سره ددغه فیلم په خپرولو سره د اتصوّر کاوه چې دغه اقدام  د فلسطینیو مبارزانو او د غزې تړانګې د اوسیدونکو د روحي او نفسیاتي وضعیّت د دړې وړې کیدا سبب کیږي. خو همدغه فیلم  دتر ټولو وروستۍ ساه پورې ئې د السنوار د مقاومت او ښکیلیدا روایت بشپړ کړ،او د فلسطینۍ ټولنې  او لازیات د عربانو او غیر عربانو ټولنو لپاره ئې د یوۀ حقیقی مبارز څیره  نندارې ته وړاندې کړه چې  دخپل آرمان په لاره کې ئې تر وروستیو شیبو کې مقاومت وکړ؛تر هغه ځایه چې حتی د حماس او السنوار ځینی مخالفانو هغه که په غزې کې او که په لویدیځي غاړې کې او یا که د سیمې په سوئې وو،د هغه ستاینه ئې وکړه.

 د یحیی سنوار شهادت به تر کلونو کلونو پورې د ساډوبۍ ترحده دکلابندۍ په شرائطو کې د پوځي رهبرۍ  په هنر کې د یوه درس په توګه په یادګار پاتې شي،او له یوه نسله به بل نسل ته  د بریالیتوب په وعدې د شهادت په بدلولو کې د یوه درس په توګه منتقلیږي. په پاي کې باید په یاد ولرو چې شهید السنوار  د طوفان الاقصی د عملیاتو له پیل څخه هیڅ  خبرې نه دی کړي او  د عمل او مقاومت ،د هغه او د هغه د ملګرو د  سرښیندنې،اتلوالۍ  اعمالو په  ډګر کې به ددغه شان مقاومت کیسه او داستان، په نړۍ کې د ټولو مقاومتونو  په تاریخ کې ثبت کړي.

           خوږو دوستانو د شهید یحیی السنوار  د میړنتوب ،شجاعت  او ځیرتیا او مقاومت په باب د ځانګړي مطلب وخت هم همدومره ؤنو تر بل وخت پورې مو په نیاؤمن خدای سپارو، خپل خیال ساتئ د خپلې کورنۍ خیال ساتي او بریالی ووسئ.

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه