له قطر سره مو د اړیکو د ژورولو لپاره ښې پریکړې وکړې
پارس ټوډې – د ایران د اسلامي جمهوريت ولسمشر "مسعود پزشکیان" د چهارشنبې په ورځ د قطر له امیر "شیخ تمیم بن حمد بن خلیفه آل ثاني" سره په ګډه غونډه کې وویل: د ایران او قطر د مقاماتو په منظمه توګه لیدل د تاریخي، کلتوري او اقتصادي اړیکو او د سیمه ایزو او نړیوالو مسایلو په اړه د دواړو هېوادونو ترمنځ نږدې لیدلوري ښیي.
د پارس ټوډې د راپور له مخې؛ د ایران د اسلامي جمهوريت ولسمشر د دې په بیان سره چې د قطر دولت یو ځانګړی مقام لري، زیاته یې کړه: د دواړو هېوادونو د ګټو په لور د اړیکو د پراختیا او ژورولو او د نویو همکاریو د لارو پرانیستلو په اړه مو ښې پریکړې وکړې.
پزشکیان وویل: د سیمې هېوادونه کولای شي د ښه ګاونډیتوب، متقابل درناوي او غوره تعامل پر بنسټ، د سیمې د ثبات او امنیت په لور قدم پورته کړي او د یوې ګډې همکارۍ د جوړولو لاره هواره کړي.
د ایران د اسلامي جمهوريت ولسمشر د سوریې د خپلواکۍ او حاکمیت ساتنې او د خپل برخلیک په ټاکلو کې د سوریې د ټولو وګړو پر برخې اخیستنې ټینګار وکړ.
پزشکیان همدارنګه وویل: پر دې باور یو چې د سیمې او نړۍ ټول دولتونه او خلک، باید د الهي او انساني ارزښتونو پر بنسټ خپل ټولې هڅې د فلسطین او په ځانګړې توګه د غزې د خلکو د حق د ملاتړ لپاره وکاروي، څو هغوی په خپلې تاریخي خاورې کې یو خوندي ژوند ولري.