په یمن کښې د امریکا د حملو د شهیدانو شمیر زیات شوی
ایرنا خبري اژانس نن سهار وختي د المسیره ټیلي ويژن په قول راپور راکړ خبري سرچینو وویل چې د یمن په پلازمینې صنعا باندې د امریکا د جنګي الوتکو د حملې د شهیدانیو شمیر دولسو ته ورزیات شوی دی.
د امریکا جنګي الوتکو د یمن د خلکو پرضد په خپل تر ټولو نوي جنایت کښې د پلازمینې صنعا په مرکز کښې په فروه محلې او ځايي بازار باندې سختې بمبارې وکړې چې له کبله یې تراوسه دولس کسان شهیدان او دیرش نور ژوبل شوي هم دي.
د امریکا د جنګي الوتکو په حملو کښې د خلکو کورونو او د تجارتي ځایونو ته زیات تاوانونه رسیدلي دي.
همدا اوس مرستندویه ځواکونه د شهیدان شویو کسانو له خاورو او کنډوالو د رایستلو کوشش کوي.
امریکا له بریتانیا، فرانسې ، جرمني او نورو اروپايي هیوادونو سره یوځاې د اسرائیلو د جنایتکار او ظالم رژیم تر ټولو ستره ملګري ده او واشنګټن له اسرائیلو سره هرډول پوځي ، وسله والې ، مالي او استخباراتي مرستې کوي.
د یمن پوځ او وسله وال ځواکونه وايي تر څو چې د اسرائیلو جنایتکار رژيم د فلسطین د خلکو پرضد حملې او جنایتونه بند کړي نه وي دوې به په سره سمندر کښې د اسرائیلو د کشتیو د تګ راتګ اجازه ورنکړي او په اسرائیلو به د توغندیو او د بې پایلوټه الوتکو بریدونو ته هم دوام ورکړي.