روحانی:د کرونا له څلورمې څپې په تیریدا یو
(last modified Sat, 08 May 2021 09:27:04 GMT )
May 08, 2021 13:57 Asia/Kabul
  • روحانی:د کرونا له څلورمې څپې په تیریدا یو

د ایران ولسمشر په اوسنیو شرایطو کې د بهرنی واکسین اخیستل ضروری وبلل او ویې ویل هیواد داخلی واکسین ته اړتیا لری اومونږه باید په علمی وسونو سره ځان سنبال کړو.

د اسلامی ایران ولسمشر ښاغلی حسن روحانی نن له کرونا سره د مقابلې د ملی کمیټۍ په غونډه کې وویل که څه هم په ځینو ولایتونو کې کم ، زیات وینو خو په ټولو ولایتونو کې د کرونا له څلورمې څپې تیریدا ته رسیدلی یو که څه هم په دغه پړاو کې په کرونا اخته کسان زیات وو خو وفات شوی کسان یې له دریمې څپې سره برابر وو .

ده زیاته کړه له بده مرغه برتانوی ډوله ویرسو پیاوړې شوې او ډیر خطرناک دې .

د ایران ولسمشر په اوسنیو شرایطو کې د بهرنی واکسین اخیستل ضروری وبلل او ویې ویل هیواد داخلی واکسین ته اړتیا لری اومونږه باید په علمی وسونو سره ځان سنبال کړو.

روحانی جوته کړه د کرونا د انتقال د کنټرول لپاره باید اویا فیصده نفوس واکسین کړو ، تر څو په چنګاښ میاشت کې له دغو پړاونو تیر شو او ووایو چی له مړینې پلوه مو دغه ویروس کنټرول کړ .

 

 

ټیګونه