ایران د فلسطین د خلکو له حقوقو هراړخیز ملاتړ کوي
(last modified Tue, 11 May 2021 01:57:24 GMT )
May 11, 2021 06:27 Asia/Kabul
  • ایران د فلسطین د خلکو له حقوقو هراړخیز ملاتړ کوي

د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزیر د حماس غورځنګ د دفتر له مشر سره په خبرو کښې د فلسطین د خلکو له حقو حقوقو څخه د ایران په ملاتړ باندې ټینګار وکړ

د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزیر د حماس غورځنګ د دفتر له مشر سره په خبرو کښې د فلسطین د خلکو له حقو حقوقو څخه د ایران په ملاتړ باندې ټینګار وکړ

محمد جواد ظریف په دغو خبرو کښې یو ځل بیا د فلسطین له مظلومو خلکو سره د ایران د اسلامي جمهوریت د پيوستون په اعلانولو او د غاصب صهیونیسټي رژيم د اقداماتو او په مسجد الاقصی باندې یې په حمله کښې د بې دفاع او روژتي فلسطینیانو د شهیدولو او زخمي کولو په غندلو سره د فلسطین د خلکو له حقه حقوقو او د فلسطین له آرمان څخه د ایران د اسلامي جهوریت په هراړخیز ملاتړ ټینګار وکړ.

ظریف هم داشان اسماعیل هنیه، د فلسطین د خلکو له مقاومته د ملاتړ په لړ کښې په ملګرو ملتو او د اسلامي ملګرتیا په سازمان کښې د رول لوبونې لپاره د ترکیې له خارجه وزیر سره له خپلو صلاح مشورو خبر کړ.

په دغو خبرو کښې د حماس د دفتر مشر اسماعیل هنیه هم د نیواکي ټاټوبي د وروستي حالت او په فلسطینیانو باندې د نیواکګر صهیونیټي رژیم د حملو رپورټ وړاندې کړ او د فلسطینیانو له مقاومت څخه د ایران د اسلامي جمهوریت د ملاتړ د دوام غوښتنه یې وکړه.

 

ټیګونه