په غزه کښې د صهيونېسټ رژيم له جنايتونو د اروپا ملاتړ د قبول وړ نه دے
(last modified Mon, 17 May 2021 00:33:37 GMT )
May 17, 2021 05:03 Asia/Kabul
  • په غزه کښې د صهيونېسټ رژيم له جنايتونو د اروپا ملاتړ د قبول وړ نه دے

د ايران خارجه وزير په غزه کښې د صهيونېسټ رژيم له جنايتونو څخه د اروپا ملاتړ د قبول نه وړ وبلۀ.

محمد جواد ظريف چې څو اروپائي هېوادونو ته د سفر په چوکاټ کښې له ماډرېډ څخه روم ته لاړ په روم کښې زمونږ له خبريال سره په مرکه کښې وويل، هم هغه ډول چې نن د اسلامي تعاون د تنظيم په غونډه کښې مې وويل، د اروپائي هېوادونو دغه اقدام په هيڅ وجه د قبول وړ نه دے.

هغه زياته کړه، البته په اسلامي نړۍ کښې د مسلمانانو ترمېنځ د کورنيو اختلافاتو او له اسرائيلي رژيم سره د ځينو اسلامي هېوادونو د تعلقاتو د ټينګولو د سياست په وجه صهيونېسټ رژيم ته اجازه ورکړې شوې ده چې خپل جنايتونه په بل شکل کښې ترسره کولې شي.

ظريف همدارنګ د اېټاليا په شمولځينو اروپائي هېوادونو ته د خپل سفر د اهدافو په باره کښې وويل: زما اروپائي سفر په تېره بيا د اسپانيا او اېټاليا په شان جنوبي هېوادونو ته سفر له مخکښې څخه پلان شوےؤ.

ظريف زياته کړه، په دغوسفرونو کښې د خبرو اترو محور  دوه اړخيزه تعلاقت او سيمه ايزې او نړيوالې موضوع ګانې دي.

هغه وويل، ټاکل شوې وه چې له اسپانيا نه پس آسټريا ته سفر وکړم خو د هغو مشکلاتو په وجه چې آسټريا په خپلو سياستونو کښې لرل دغه سفر ترسره نه شو او زر روم ته راغلم.

هغه زياته کړه، د ګل او نهې په ورځو کښې به د اېټاليا او وېټيکن له يو شمېر چارواکو سره کتنه او خبرې اترې وکړي.

محمد جواد ظريف پرون د قدس د غاصب رژيم د جنايتونو او د فلسطين د وروستيو بدلونونو په باره کښې د اسلامي تعاون تنظيم د خارجه وزيرانو په آنلائن هنګامي غونډه کښې ګډون وکړ او وېنا يې وکړه.

 

ټیګونه