روحاني:
دنیا د ایران انتخاباتو ته سترګې نیولې دي
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر وویل: د دنیا سترګې د ایران راتلونکو ولسمشریزو انتخاباتو ته دي.
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر وویل: د دنیا سترګې د ایران راتلونکو ولسمشریزو انتخاباتو ته دي.
ولسمشر حسن روحاني نن د خپلې کابینې په غونډې کښې په دې خبرې سره چې د ایران د ولسمشرۍ ټاکنې به له نړیوال نظره د ټولو د پام وړ وي، زیاته کړه: رایې ورکول د ایران د اسلامي جمهوریت یو ویاړ دی او د ایران جمهوریت او ولسواکي په انتخاباتو کښې د خلکو د ګډون له امله ده.
د اسلامي ایران ولسمشر د خپلو خبرو په یوه بله برخه کښې د فلسطین د بیګناه خلکو خلاف د صهیونیسټي رژيم د وحشیانو اقداماتو په غندلو سره له اسلامي هیوادونو وغوښتل چې د صهیونیسټي رژیم د تیردو په وړاندې د فلسطین د خلکو د خوندیتوب او ژغورنې لپاره خپله پوره پوره هڅه وکړي.
ولسمشر روحاني د فلسطین د مسئلې په لړ کښې د ملګرو ملتو او عرب اتحادیې په کړنلارې باندې په نیوکې سره وویل: د ټولو اسلامي هیوادونو دنده ده چې د فلسطین د خلکو دفاع وکړي او شک نشته چې بریا به د فلسطینیانو وي.
هغه په ویانا کښې د برجام د ګډ کمیشن مذاکراتو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل: له ولس سره ژمنه کوم چې د ویانا د مذاکراتو پاې د ایران د ولس کامیابي او بریا ده.