د تهران او بیجنګ اړیکې اوږدمهاله او سټراټیجکې دي
(last modified Tue, 25 May 2021 01:33:27 GMT )
May 25, 2021 06:03 Asia/Kabul
  • د تهران او بیجنګ اړیکې اوږدمهاله او سټراټیجکې دي

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د چین له ولسمشر سره په ټیلیفوني خبرو کښې ټینګار وکړ چې د تهران او بیجنګ اړیکې اوږدمهاله او سټراټیجکې دي.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د چین له ولسمشر سره په ټیلیفوني خبرو کښې ټینګار وکړ چې د تهران او بیجنګ اړیکې اوږدمهاله او سټراټیجکې دي.

ولسمشر حسن روحاني پرون د چین له ولسمشر شي جین پینګ سره په ټیلیفوني خبرو کښې د ایران له چین سره د هراړخیز شراکت پیاوړتیا ته د ایران اوږدمهاله نظر او سټراټیجک موقعیت ته په اشارې سره د دواړو هیوادونو ترمینځ د موافقو د مفادو په عملیاتي کیدو کښې په چټکتیا ټینګار وکړ.

روحانيي وویل: ایران چمتو دی چې د فلسطین د مسئلې د هواري په شمول په مختلفو موضوعاتو کښې له لویدیځې آسیا سره د چین د ملګرتیا د لوړاوي په لړ کښې ملګرتیا وکړي.

د ایران ولسمشر د ایران د ولس خلاف د یو اړخیزو بندیزونو د ختمیدو ضرورت ته او هم داشان د اراک د ري ایکټر په بشپړولو کښې چټکتیا ته په اشارې سره د ایران او چین په شمول خپلواکو هیوادونو خلاف د امریکې او د هغې د لویدیځو انډیوالانو له ائتلاف جوړونې او سړې جګړې سره د مقابلې لپاره په نړیوالو موضوعاتو کښې د دواړو هیوادونو د نزدې ملګرتیا په ضرورت باندې ټینګار وکړ.

په دغو ټیلیفوني خبرو کښې د چین ولسمشر هم له ایران سره اړیکې سټراټیجکې او په ټولو برخو کښې مخ په پراختیا وبللې او زرترزره یې د دواړو هیوادونو د موافقې د اجرايي او عملیاتي کیدو لپاره په هلوځلو ټینګار وکړ.

شي جین پينګ وویل: ایران او چین د خپلو دریځونو په شریکولو سره د سیمه ایزو او نړیوالو ستونزو په هواري کښې اغیزناک رول لوبولی شي.

هغه زیاته کړه: امریکا دا نه شي کولې چې هر کله وغواړي له ایټمي موافقې ووځي او یا ورته دوباره ستنه شي او برجام ته د امریکې د ستنیدو لپاره د ایران خلاف د ټولو بندیزونو ختمول ضروري دي.

د چین ولسمشر هم داشان د اراک د ري ایکټر د جوړولو په لړ کښې له ایران سره د چین ملګرتیا ته په اشارې سره وویل: په دې لړ کښې په خپلې ژمنې او د کار په ترسره کولو کښې په چټکتیا پابند یو.

د چین ولسمشر د فلسطین د مظلومو خلکو خلاف د صهیونیسټي رژیم وروستیو تیریو ته په اشارې سره، د فلسطین د خلکو د وژلې د بندولو لپاره د نړیوالې ټولنې پر هلوځلو ټینګار وکړ او ویې ویل: ایران او چین په خپل مینځي ملګرتیا سره په دې برخه کښې یو مهم رول لوبولی شي.

 

ټیګونه