ایران په سیمه کښې په سولې او ثبات پسې دی
فارس خبري اژانس وايي د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزیر محمد جواد ظریف بیګا په ټویټر پاڼه کښې د یمن او د افغانستان په چارو کښې د ملګروملتونو د عمومي منشي له استازیو سره خپلې خبرې ګټورې وبللې او ټینګار یې وکړ ایران په سیمه کښې د سولې او د ثبات هڅه کوي .
جواد ظریف په تهران کښې د افغانستان په چارو کښې د ملګروملتونو د عمومي منشي ځانګړي استازي ژان ارنو او د یمن په چارو کښې د عمومي منشي له ځانګړي استازي مارټین ګریفیتس سره د پرون ورځې کتنو ته په اشارې سره په ټویټر پاڼه کښې ولیکل د سولې بهیرونه باید د افغانستان او د یمن له ټولو خلکو سره وي او له هیڅ خارجي او د غوښتنې له ورتپلو پرته وي .
جواد ظریف د افغانستان او د یمن په چارو کښې د ملګروملتونو د عمومي منشي له استازیو سره د خپلو خبرو په ګټور بللو سره وویل ایران تل په سیمه کښې د سولې او د ثبات د ټینګولو کوشش کوي .
د ایران اسلامي جمهوریت د سیمې او د نړۍ د یوه(۱) اغیز شیندونکي هیواد په توګه تل د سیاسي خبرو له لارې د یمن او د افغانستان د کړکیچ په شمول د سیمې د ټولو کړکیچونو د حل کولو کوشش کوي .